بریتانیا د دویم ځل لپاره خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې، ' افغانستان ته دې سفر نه کوي'

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۴

بریتانیا یو ځلې بیا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته دې له سفره ډډه وکړي.

د بریتانیا حکومت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګریزو پېښو شونتیا شته او د کابل هوايي ډګر د نړۍوال خوندیتوب له پاره منل شوي ستنډردونه په پام کې نه نیسي.

دغه هېواد خپلو وګړو ته د مذهبي اماکنو په شاوخوا سیمو په تېره بیا د مذهبي ورځو او مراسمو پر مهال د پېښېدونکو ترهګریزو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې افغانستان ته سفر «ډېر خطرناک» دی تر څنګ یې د بریتانوي وګړو د نیولو خطر هم شته.
دغه هېواد ویلي، چې ښايي په افغانستان کې د بریتانوي وګړو پر نیولو لندن خبر نه شي او ورسره په قونسلي چارو کې شته ننګونې هم په خپل ځای پاتې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ