بایډن په سوېلي کارولینا کې د ډیموکراتانو خپلمنځي لومړنۍ ټاکنې وګټلې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۵

جو بایډن په سوېلي کارولینا کې د ډیموکراتانو ګوند خپلمنځي لومړنیو ټاکنو ګټونکی شو.

د راپورونو له مخې، د ۹۳.۳ رایو په شمېرلو سره، د متحده ایالاتو اوسني ولسمشر وکولی شول چې له خپلو دوو سیالانو ډین فیلیپس او ماریان ویلیمسن څخه په لوی توپیر ۹۶.۴ سلنه رایې، ترلاسه کړي.

دا د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دغه ګوند د استازیتوب لپاره د ډیموکراټانو لومړنۍ رسمي سیالۍ وه.

جوبایډن په سوېلي کارولینا کې د دغه بري په مناسبت په یوه وینا کې د دغه ایالت خلکو ته لیکلي: «تاسو موږ ته د ولسمشرۍ د بیا ګټلو لپاره لاره هواره کړه او ډونالډ ټرمپ مو یو ځل بیا بایللو ته برابر کړ.»

دا په داسې حال کې ده چې، له ۱۹۷۶ کال راهیسې، د امریکا هیڅ دیموکراتیک ولسمشر د سوېلي کارولینا څخه د ولسمشرۍ په عمومي ټاکنو کې رایې نه دي ګټلې.

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د روان کال په نومبر میاشت کې ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ