د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي، چې د دغې صوبې په بونیر کې د پولیسو یو بس له لارۍ سره ټکر شوی، چې له امله یې یو پولیس مړ شوی او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنیو د سیمه ییزو چارواکو په حواله ویلي، چې دغه پښه نن د بونیر په باباجي کنډو کې رامنځته شوې ده.
جیو نیوز ویلي، د پولیسو یو بس چې ډېره اسماعیل خان ته د ټاکنو د امنیت د نیولو په موخه روان و، په لار کې له ټرک «لارۍ» سره ټکر شوی دی.
د بونیر د بېړنۍ ژغورنې ادارې یاده پېښه تایید کړې ده.
د خېبر پښتونخوا د پولیسو ویاند فضل نعیم ای ار وای خبري شبکې ته ویلي، په دغه بس کې ۵۰ پولیس سپاره وو، چې ټپیان یې دا مهال تر درملنې لاندې دي او د اتو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
وړمه ورځ د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې هم یو کرولا ډوله موټر له لارۍ سره ټکر شوی، چې له امله یې دوه تنه مړه شوي او یو ټپي و.