افغان لوبډلې له سریلانکا سره د ټېسټ لوبې په دریمه ورځ ۱۹۹ مندې جوړي کړې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۵

د افغانستان او سريلانکا ترمنځ د کرېکټ د ټېسټ لوبې په ۳ ورځ سريلانکا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۳۹ منډې جوړې کړې، چې تر افغان لوبډلې ۲۴۱ زياتې دي.

په مقابل کې افغان لوبډلې د ابراهیم ځدراڼ په سلیزه او د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۹۹ منډې وکړې، خو بیا هم ۴۲ منډې ټاکلي هدف ته پاته دي.

افغان لوبډله به د سريلانکا په وړاندي سبا په څلورمه ورځ لومړی د سريلانکا هدف پوره کوي او بیا به سيالي لوبډلې ته نوی هدف ټاکي.

ابراهيم ځدران د نن په لوبه کې سليزی پوره کړه او سبا به لا هم خپلې لوبې ته دوام ورکړي.

د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې نويد ځدران، چې دا يې د افغانستان لپاره لومړنۍ ټېسټ لوبه وه د سريلانکا ۴ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرېکټ ټېسټ لوبه د سریلانکا په کوربه‌ توب د دغه هېواد په کولمبو ښار کې شروع دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ