• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا په منځني ختیځ کې د ایران د ملاتړو ډلو پر ضد د نورو بریدونو پلان لري

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۰

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان نن وویل، چې تېره اونۍ په اردن کې د ایران ملاتړو ملېشو له خوا د درېیو امریکایي سرتېرو له وژل کېدو وروسته امریکا په منځني ختیځ کې د دغو ملېشو پر وړاندې د نورو بریدونو د ترسره کولو پلان هم لري.

نوموړي د اېن بي سي ټلویزیون یو پروګرام کې ویلي: "موږ د نورو بریدونو او اقداماتو اراده لرو، ترڅو دا روښانه پیغام ورسوو ، چې که زموږ پر ځواکونو برید کیږي او یا زموږ خلک وژل کیږي، امریکا یې ځواب ورکوي."

تیره اونۍ په اردن کې د ایران ملاتړو ملیشو په برید کې د درې امریکايي سرتیرو له وژل کیدو وروسته، د ایران سره تړلو ډلو پر وړاندې د متحده ایالاتو د لویو عملیاتو په دویمه ورځ کې امریکا او بریټانیا د شنبې په ورځ په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ۳۶ موخو بریدونه کړي دي.

پنټګان ویلي، د شنبې ورځې بریدونو کې یې په یمن کې هغه ۱۳ ځایونه په نښه کړي چې حوثيانو سور سمندرګي کې پر بیړیو د برید لپاره کارول.

د جمعې په ورځ هم امریکا په عراق او سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو په ۸۵ موخو ځوابي بریدونه ترسره کړل.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ویلي: "هغه بریدونه چې د جمعې په ورځ شوي دي زموږ د غبرګون پیل و، نه پای."

د اکټوبر پر اوومه حماس له غزې پر اسراییل پراخ برید وکړ چې نږدې ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور د حماس له خوا یرغمل شول.

د دغه برید په غبرګون کې اسراییل په غزې پراخ هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړې، چې ور سره پراخې سیمې یې ویجاړې او تر ۲۷ زرو ډېر فسلطینیان یې تر اوسه وژلي دي.

امریکا په دغه جګړه کې په پراخه توګه د اسراییل پوځي او سیاسي ملاتړ کوي. د دغو بریدونو په ځواب کې ایران ته نږدې ډلو پر امریکايي اډو او په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو بیړیو بریدونه پیل کړي.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د خاتم‌النبیین پوهنتون د امتیاز خاوند: د مذهبي دلایلو له کبله طالبانو زموږ جواز لغوه کړ

۵
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې