• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړۍوال پروګرام: برېتانیا له افغانستان سره د ۳۶،۵ میلیونه ډالرو مرسته کوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۴۰ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې برېتانیا په افغانستان کې له څه باندې دوو میلیونو کسانو سره ژمنۍ مرستې کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د برېتانیا د ۳۶،۵ میلیونه ډالرو دغه مرستې به په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو، د ماشومانو د خوارځواکۍ خوړو، امیندوارو او د شیدې ورکوونکو مېرمنو د درملنې په برخه کې ولګول شي.
د منځني ختیځ او د سویلي اسیا لپاره د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر طارق احمد وایي: "د انګلستان دا وروستۍ مرستې به په سخت ژمي کې په ټول افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه اړمنو کسانو ته ورسیږي."
د یادې ادارې په خبره؛ له دغو مرستو څخه شاوخوا یو میلیون کسانو ته نغدې پیسې هم ورکول کیږي.
د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې د خوړو نړۍوال پروګرام توانېدلی چې له څه باندې ۱۸ میلیونه افغانانو سره مرسته وکړي.
د یادې ادارې د راپور له مخې؛ برېتانیا له تېرو دوو کلونو راهیسې د خوړو د نړۍوال پروګرام له لارې له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د ۲۰۹ میلیون ډالرو مرسته کړې ده.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته بېوزلۍ او وزګارتیا ډېری افغانان له اقتصادي اړخه ځپلي دي.
سره له دې چې نړۍوالې مرستندویې ادارې د بودیجې د کمښت خبره کوي؛ خو په عین وخت کې په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری هم ورکوي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲
د اسماعیل میاخېل لیکنه

طالبي فکر باید فکري او سیاسي ماتې وخوري

۳

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۴

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۵

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي