• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له پاکستان او ایرانه څه باندې زر تنه افغان کډوال راستانه شوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۴۵ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي دغه افغان کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک او د هرات د اسلام کلا له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت وايي، په دغو کډوالو کې چې ډېر شمېر یې په زور راستانه شوي، ماشومان هم پکې شامل دي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د (سلواغي ۱۶مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې، تېره ورځ ۲۳۲ افغان کډوال په جبري ډول د سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي.

یاد وزارت وايي په یادو جبري راستانه شویو کډوالو کې ۲۰ کورنۍ چې شمېر یې ۱۰۳ تنه کیږي د سپین بولدک له لارې او ۲۴ کورنۍ چې شمېر یې ۱۲۹ تنه کیږي د تورخم له لارې هیواد ته راستنې شوې دي.

همدارنګه د کډوالو چارو وزارت ویلي چې د یک شنبې په ورځ ۸۳۸ تنه کډوال له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول د هرات د اسلام کلا له لارې راستانه کړل شوي.

له ایرانه په راستنو شویو کډوالو کې ۳۸ تنه بې سرپرسته ماشومان دي چې د کډوالو چارو وزارت له لوري په هرات کې د وار چایلډ موسسې ته سپارل شوي.

د کډوالو چارو وزارت ویلي چې، له پاکستان او ایرانه په جبري ډول راستانه شوي کډوال یې د کډوالۍ نړیوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له خوا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر لومړیو کې کډوالو ته د وتلو په خبرداري پسې تر اوسه پورې له دغه هېواد څلور لکه او ۸۱ زره ۲۵۶ افغانان د اوسېدو اسنادو نه لرلو په پلمه له دغه هېواده ایستل شوي دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د سټنډرډ ادارې ۱۹ ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته ورګرځولي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د سټنډرډ ادارې د دوشنبې په ورځ د (سلواغي ۱۶مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د نیمروز بندر له لارې یې د ۱۹ ټانکرو بې کیفیته تېلو مخه نیولې. د سټندرډ ادارې ویلي چې دغه تېل د یادې ادارې له سټنډرډونو سره برابر نه وو، او هېواد ته یې د راوړلو اجازه نه ده ورکړې.

د سټنډرډ ادارې (انسا) له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې چې هېواد ته له ملي سټنډرډونو سره په ټکر کې توکي وارد نه کړي.

د یادې ادارې له لوري دوه ورځې وړاندې هم له تېلو بار ۱۳ ټانکره د نیمروز بندر له لارې ایران ته ورګرځول شوي وو.

تر دې وړاندې ایراني چارواکو د افغانستان په سرحدي ادارو کې د تېلو د کیفیت معلومولو معیارونه د پوښتنې وړ بللي وو.

ایراني چارواکو ویلي وو، چې طالبان دغه تېل د کیفیت معلومولو په ماشینونو نه؛ بلکې په خپل زړه او خپله خوښه ورته میعارونه ټاکي.

د طالبانو چاپېریال ساتنې اداره: د افغانستان ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکې اوبه نه لري

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال عبدالسلام حقاني ویلي چې، افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې سخت زیانمن شوی هېواد دی او دا مهال ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.

د طالبانو چاپېرېال ساتنې ادارې او لوړو زده‌کړو وزارت له لوري، ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په اړه جوړېدونکي نړیوال کنفرانس په اړه خبرې ناسته کې د دوشنبې په ورځ د (سلواغي ۱۶مه) خبریالانو ته ویلي چې د اقلمي بدلون له امله د هېواد ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو له کموالي سره مخ دي.

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو او زیانونو په اړه طالبان راتلونکې اوونۍ په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په تړاو نړیوال کنفرانس جوړوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د چاپېریال ساتنې ادارې د مرستیال عبدالسلام حقاني له قوله لیکلي چې افغانستان د جګړو له کبله د اقلیمي بدلون په برخه کې سخت زیانمن شوی دی.

د نوموړي په خبره د اقلیمي بدلونونو له کبله اوسمهال د افغانستان ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک اوبه نه لري.

بل خوا د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه وايي، په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په تړاو جوړېدونکي کنفرانس کې د کورنیو او بهرنيو استادانو تر څنګ به متخصصان هم برخه واخلي.

حقاني ویلي چې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس پر مهال به ۱۴۰ مقالو او څېړنو په وړاندې سره هڅه کوي چې له اقلیمي بدلون څخه د زیانمنېدو په اړه علمي پایلې او موندنې له نړیوالو سره شریکې کړي.

یونېسف: افغانستان کې مو تېر کال ۹۵۰۰ قابله ګانې او روغتیا پالې روزلې دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۳۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې ۷،۳ میلیونو وګړو ته د ژوند ژغورنې روغیتايي او خوراکي خدمتونه وړاندې کړي. دغه اداره وايي، هڅه کوي چې د مور او ماشوم د مړینې کچه راکمه کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق (یونېسف) د دوشنبې په ورځ د (سلواغې۱۶مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې ۷،۳ میلیونه وګړو ته د ژوند ژغورنې روغتیايي او خوراکي خدمتونه وړاندې کړي.

همدارنګه دغه اداره وايي، ۹۵۰۰ قابله ګانې او روغتیا پالانې یې، مور او ماشوم ته په روغتیايي برخه کې د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې روزلې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له لوري په اېکس پاڼه خپره شوې ویډیو کې روغتیا پاله سیمین وايي، هغه ښځې چې دوی ته د ناروغۍ پر مهال ورځي، د هغوی په بدن کې اوسپنه کمه ده او هغوی بشپړو خوړو ته لاسرسۍ نه لري. نوموړي وايي: «په روغتونونو کې د ښځینه کارکوونکو کمښت یو له لویو ستونزو څخه ده. ډیر ناروغان موږ ته مراجعه کوي خو که ښځینه کارکوونکي ولرو نو ښه خدمتونه به ورته وړاندي کړو.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د مور او ماشوم د ساتنې او روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې روغتونونه جوړ شوي. خو لاهم په افغانستان کې د زیږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې پيښې ډیرې دي.

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، څه باندې ۸۱ زره مټرېک ټنه صادرات او واردات یې کړي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې یې ۸۱ زره او ۵۷۷ مټرېک ټنه صادارت او واردات کړي دي. دغې ادارې تېره ورځ یکشنبه د (سلواغې ۱۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې په لېږدول شویو توکو کې نفتي او خوراکي توکي شامل دي.

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د حیرتان بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې یې ۶۲ زره او ۸۳۶ ټنه، د اقینې بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰ زره او ۵۲۷ ټنه او د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸ زره او ۲۱۴ ټنه توکي لېږدول شوي چې ټول شمېر ۸۱ زره او ۵۷۷ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي، هېواد ته وارد او بهر ته صادر شوي دي.

‏یاده اداره وايي، دغه صادرات او واردات یې د ۱۴۰۲ کال د سلواغې له شپږمې تر ۱۲مې نیټې پورې کړي دي.‏

د دغه شمېر لېږدول شویو توکو له ډلې یوه برخه صادرات دي چې په تېره اوونۍ کې ۶۵۸ ټنه صادر شوي، او لویه برخه یې وچه مېوه او د آنارو اوبه (جوس) دي.

دغې ادارې دا نه دي ويلي چې دغه توکي یې له کومو هیوادونو وارد او کومو هیوادونو ته صادر کړي خو وايي، دوی به خپلو صادراتو او وارداتو ته په راتلوونکي کې لا مناسب شرايط برابروي.

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې د سلواغلې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹ زره او ۸۳۴ مټریک ټنه توکو د صادراتو او وارداتو خبر ورکړی و.

د سپاه پاسداران اړوند خبري اژانس: د 'پروان ولایت' د فاطمیون لښکر یو غړی سوریه کې وژل شوی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۲۰ GMT+۰

د فارس خبري اژانس چې د سپاه پاسداران سره تړاو لري، راپور ورکړی، حمزه علوي چې د «پروان اوسېدونکی» دی او د فاطمیون لښکر پخوانی غړی دی، د شنبې په ورځ د (سلواغې په ۱۴مه) په سوریه کې وژل شوی. فارس زیاته کړې چې علوي د «پخواني شوروي پر وړاندې د افغان جهاد په کلونو کې هم» ګډون درلود.

د دغه راپور له مخې، علوي له عراق سره د اته کلنې جګړې پر مهال د ایران د وسله والو ځواکونو په لیکو کې و.

فارس اژانس دا نه دي ویلي چې علوي څه ډول په سوریه کې ووژل شو.

هغه د افغانستان په پروان ولایت کې زیږیدلی او ۶۵ کلن و.

د فاطمیون لښکر له افغان شیعه ملشو څخه جوړ دی او د سپاه پاسداران قدس ځواک تر څارنې لاندې فعالیت کوي.

په افغانستان کې د تېر حکومتونو پر مهال رسنیو خبر ورکړی و چې د دغه هیواد يو شمېر شعیه مېشتو سیمو ته د فاطمیون لښکر ځینې جسدونه راوړل شوي وو او ویل کېدل چې په عراق کې د داعش په وړاندې په جګړه کې وژل شوي.