د ترکیې په استانبول ښار کې پر یوې محکمې په برید کې دوه بریدګر ووژل شول

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۷

د ترکیې کورنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ وویل چې دوو وسله والو برید کوونکو په استانبول کې پر یوې محکمې برید وکړ.

د علی یرلی‌کایا په وینا، د بریدګرو او پولیس ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته دواړه بریدګر وژل شوي او د دریو پولیسو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د ترکیې کورنیو چارو وزیر په وینا په برید کوونکو کې یوه ښځه وه.

د ترکیې کورنیو چارو وزیر په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې برید د سې شنبې په ورځ (سلواغې۱۷مه ) د سهار په ۱۱ بجو او ۴۶ دقیقو د چاګلایان د محکمې د پلټنې په دروازه کې شوی دی.

هغه زياته کړه، چې د پوليسو او بريدګرو ترمنځ د نښتې په پايله کې د درېيو پولیسو په ګډون شپږ ولسي کسان ټپيان شوي دي.

علي یرلیکایا لیکلي چې وژل شوي بریدګر د خلکو د انقلابي ازادۍ جبهې د «ترهګرۍ» سازمان غړي وو.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ