• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکي رسنۍ: پولیسو ۸۵ افغان کډوال یونان ته د تلو پر مهال نیولي دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۲ GMT+۰

ترکي رسنیو د دغه هېواد د پولیسو په حواله د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۷مه) نېټه لیکلي، چې یاد شمېر کسانو غوښتل په غیر قانوني توګه له ترکیې څخه یونان او بیا نورو اروپایي هېوادونو ته ولاړ شي.

رسنۍ وايي، چې د ترکیې پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۸۵ افغان کډوال په چاناک کلا او مانیسا ښارونو کې نیولي دي.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دغه هېواد پولیسو ۴۴ تنه افغان کډوال په مانیسا ښار کې او ۴۱ تنه نور کډوال د چاناک کلا ښار په ایواجیک سمندر کې نیولي دي.
د راپورونو له مخې؛ د ترکیې پولیسو په مانیسا ښار کې دوه ترکي وګړي د «انساني قاچاق» په تور نیولي دي.
نیول شوي پناه غوښتونکي په اړوندو ښارونو کې توقیف ځایونو ته سپارل شوي دي.
ترکي رسنیو ویلي، چې په دې عملیاتو کې یوه بادي بېړۍ، د ښکار یوه وسله، د بېړۍ دوه انجنونه، د بنزین دوه مخزنونه او د بېړیو شپږ پمپونه نیول شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ؛ تمه کیږي چې نیول شوي پناه غوښتونکي به ډېر ژر د قانوني چارو له بشپړولو وروسته واېستل شي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې یې شاوخوا درې زره هغه افغان کډوال نیولي، چې د اوسېدو کره اسناد یې نه درلودل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۳ میلادي کال کې په ټوله ترکیه کې ۶۸ زره او ۶۸۷ افغان کډوال نیول شوي او یو شمېر یې شړل شوي هم دي.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۴

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۵

راپور: د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته ښځې او بې‌وزله کورنۍ له ناورین سره مخ دي