• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی: هیڅوک د طالبانو د نظام د ړنګېدو په لټه کې نه دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۸ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې هیڅوک د طالبانو د نظام د ړنګېدو په لټه کې نه دي. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې طالبان باید ځینې نړۍوال قوانین او کنوانسیونونه مراعات کړي.

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره وکتل.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سینیرلي اوغلو په دې ناسته کې وویل، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان په اړه ښې پرېکړې وشي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ویلي، چې د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون نړۍواله ټولنه له طالبانو سره اړیکو لرلو ته لېواله دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي همداراز وویل، چې نړۍوال بانک به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ ټاکل شوې د نړۍوال بانک په دې غونډه کې د افغانستان د بانکي سکتور د پراختیا، د بندیزونو د ختمولو او په افغانستان کې د نړۍوال بانک د پاتې پروژو د بیا پیلولو په اړه خبرې وشي.
د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ښاغلي سینیرلي اوغلو سره په لیدنه کې د دوحې په غونډه کې د افغانستان د بیارغونې، بشري مرستو او د بانکي بندیزونو د لرې کولو په برخه کې پر اقداماتو ټینګار کړی دی.
فریدون سینیرلي اوغلو تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم لیدلي وو او د دوحې د ناستې په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.
په دې کتنه کې امیرخان موتقي وویل، چې د موضوع او جوړښت په اړه له معلوماتو تر لاسه کولو وروسته به د دوحې په غونډه کې د ګډون پرېکړه وکړي.
ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۹ او ۳۰مه جوړه شي.
​

ډېر لیدل شوي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي
۱

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۲

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۳

د بوش مرکز: د طالبانو له بندیزونو سره سره افغان نجونې د زده‌کړو د حق لپاره مبارزه کوي

۴

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۵

سرچینې: د کابل په تره‌خېل کې ۲ وروڼه د نامعلومو وسله‌والو له لوري ووژل شول