د طالبانو سیاسي مرستیال: هغه کسان بې غیرته دي چې د امریکا او ناټو شل کلن حضور اشغال نه ګڼي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۸

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال هغه کسان «بې غیرته او بې ناموسه» بولي، چې افغانستان کې د امریکا او ناټو شل کلن حضور ته د اشغال په سترګه نه ګوري.

مولوي عبدالکبير زیاتوي، دغه کسان یا له هېواده بهر د بهرنیانو په غېږ کې ژوند کوي او يا یې د طالبانو پر ضد وسله پورته کړې ده.

دغه طالب چارواکي نن د قومونو او قبايلو وزارت غونډه کې پر ځینو پخوانیو مجاهدینو هم سختې نیوکې کړې او هغوی یې د کابل د ورانۍ او په دغه ښار کې د ۶۰ زرو کسانو د وژل کېدو اصلي عاملان ګڼلي دي.

په ۱۳۷۱ کال کې د مجاهدینو له لوري د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکوریدو وروسته د واک د ترلاسه کولو لپاره کابل د مجاهدینو د ډلو تر منځ د خونړیو جګړو شاهد و.

په دغو جګړو کې د کابل ښار ډېرې برخې ویجاړې شوې او زرګونه کسان مړه او ژوبل شول.

مولوي عبدالکبیر همدارنګه زیاته کړه، چې د طالبانو په شل کلن «جهاد» کې د افغانستان ټولو قومونو ونډه درلوده.

د هغه په ​​وينا که چا ځانمرګی بريد کاوه، بل چا ورته خوراک او سرپناه ورکړې او يا يې دعا ورته کړې ده.

د طالبانو د قومونو او قبايلو وزارت نن د «اسلامي نظام د پیاوړتیا او ملي یووالي» په نم یوه لویه غونډه جوړ کړه، چې په کې د دغې ډلې یو شمېر مشرانو ویناوې وکړې.

د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، په دې غونډه کې د افغانستان له اوو مرکزي ولايتونو څخه خلکو ګډون کړى و.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ