د بلوچستان په کلا سیف الله کې د جمعیت علمای‌ اسلام په دفتر چاودنه شوې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۸

سرچينې وايي، د بلوچستان ایالت په کلا سیف الله سیمه کې د جمیعت علمای اسلام په ټاکنیز مرکزي دفتر نن غرمه مهال چاودنه کې لس کسان وژل شوي او یوشمېر ټپیان دي.

سرچيني وايي، د بلوچستان ایالت په کلا سیف الله سیمه کې د جمیعت علمای اسلام په ټاکنیز مرکزي دفتر نن غرمه مهال چاودنه شوې ده.
د لومړینو معلومات له مخې په دغه چاودنه کې لس کسان وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپیان شوي دي.
د پيښې عیني شاهدان وايي، د خلکو په منځ کې ډیره زوروره چاودنه وشوه او ګڼ کسان په کې وژل شوي.
بل خوا د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وايي، په کلا سیف الله سیمه کې د جمیعت علمای اسلام پر دفتر په چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي دي.
نوموړی د بلوچستان ایالت خلکو ته ډاډ ورکوي، چې اجازه نه ورکوي تر څو په دغه ایالت کې د ټاکنو بهیر ټکنی شي.
تر دې مهاله کومې وسله‌والې ډلې د یاد برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
تر دې وړاندې نن غرمه مهال د بلوچستان ایالت په پښین سیمه کې هم د یو خپلواک نوماند پر دفتر ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ګڼ کسان مړه او ټپیان شول.
دغه چاودنې پر داسې مهال کېږي، چې سبا پنج شنبه په پاکستان کې ټاکنې تر سره کېږي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ