• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شنبه‌های ارغواني غورځنګ: د زیبا وژنه، د ښځو لپاره د یوه خطرناکه چاپېریال څرګندونه کوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۲۳ GMT+۰

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي:« په یوې خواشینوونکې پېښه کې د طالبانو ډلې په مزارشریف ښار کې د زیبا په نوم یوه پېغله نجلۍ دوه ورځې وړاندې د حجاب نه لرلو په تور ونیوله، چې تېره ورځ د هغې مړی د سړک په غاړه وموندل شو، چې دا یوه ټکان ورکوونکې پېښه وه.»

دغه غورځنګ وایي:« د طالبانو افراطي اجنډا چې په ټولنه کې د ښځو د لیدلوري او ونډې د له منځه وړلو په لټه کې ده، په دې دردونکې پېښې سره یو ځل بیا بدنامه شوه.»
د دغه غورځنګ په وینا، د طالبانو په کړنو کې د ښځو وژنه، اجباري حجاب او د زندان دننه د ښځو جنسي تیري شامل دي.
دغه غورځنګ لیکلي:« د زیبا وژنې د ښځو د حقونو او د هغوی خوندیتوب ته د رسېدو بېړنۍ اړتیا نوره هم په ګوته کوي. دا پېښه د یوه خطرناکه چاپېریال څرګندونه کوي، چې ښځې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کې ژوند کوي چېرې چې د دوی بنسټیزې ازادۍ او بنسټیز بشري حقونه په سیستماټیک ډول له منځه وړل کېږي او ښځې په یوه زیان منونکي وضعیت کې پرېږدي.»
د دغه غورځنګ په خبره، نړۍواله ټولنه، د بشري حقونو سازمانونه او سيمه‌ييز فعالان د زیبا او هغې ته ورته د نورو هغو کسانو لپاره چې د طالبانو د ظالمانه کړنو قرباني شوي دي، د عدالت غوښتنه کوي.

دغه غورځنګ زیاتوي:« باید هڅه وشي، چې د نورو ښځو لپاره د ملاتړ سیسټم برابر شي او د هغوی غږ واورېدل شي. هغه مبارزې چې نن سبا ښځې کوي، بابد هېرې نه شي او نه هم بابیزه وګڼل شي، ځکه چې د دوی مبارزه د جنسیتي برابرۍ او بشري حقونو لپاره ده.»
دغه غورځنګ وایي، چې دغه غمجنه پېښه د ښځو د حقونو د خوندي کولو او د افراطي ډلو له‌خوا د ترسره شوي وحشتونو څخه د هغوی د ساتنې لپاره د هراړخیز او بېړني ګام اخیستو یادونه کوي.

دوی وایي، اړینه ده چې نړۍواله ټولنه، د سیمه‌ییزو چارواکو سره یوځای د دغه کړنو د غندلو او د ظلم او تاوتریخوالي په وړاندې د افغان مېرمنو د پیاوړتیا لپاره ګام واخلي.

دغه غورځنګ په وروستۍ کرښه کې لیکلي، چې د زیبا او هغې ته ورته د نورو ښځو درد او کړاو د وضعیت خرابوالی په ګوته کوي.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۳

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۴

طالبانو له جرمني څخه نورو اروپامیشتو افغانانو ته د اسنادو صادرول بند کړل

۵
تازه خبر

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل