• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي له ازبکستانه افغان سوداګرو ته د ویزو د اسانولو غوښتنه وکړه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره لیدنه کې افغان سوداګرو ته د دغه هېواد د ویزو د اسانولو غوښتنه وکړه. امیرخان متقي وایي، که افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ته پر وخت ویزې ورکړل شي، په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې به اړین پرمختګ رامنځته شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل نن په خپل اېکس کې زیاتوي، ښاغلي متقي او خواجه یادګار شادمانوف «په لوړه کچه د پلاوو پر تګ راتګ، دوه اړخیزه سوداګرۍ او له قرارداد سره سم افغانستان ته د وارداتي برېښنا پر لېږد خبرې وکړې.»
سره له دې چې ازبکستان هم د نورو هیوادونو په شان د طالبانو اداره په رسمیت نه پيژني، خو د دواړو هیوادونو ترمنځ په بیلابیلو برخو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ په برخه کې اړیکې پراخې شوې دي.

دې وروستیو کې ازبکستان افغان سفارت هم د طالبانو نوي ډيپلوماټ او د طالبانو د کانونو او پټرولیم د وزیر شهاب الدین دلاور زوی مغفورالله شهاب ته وسپاره.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو هم څو موده مخکې ویلي و، چې په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ازبکستان ته د ۲۷ میلیونه ډالرو صادرات او له دغه هېواد څخه د ۲۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات کړي دي.
ازبکستان ته له افغانستانه وچه میوه، جوس، زرد الو، کونځلې او قالینې صادرېږي او افغانستان ته بیا له دغه هیواد برېښنا، اوړه، لوبیا، کیمیاوي سره، تیل او ګاز واردېږي.

ډېر لیدل شوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ
۱

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۲

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۳
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۴

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۵

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟