• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د ټاکنو په ورځ د امنیتي پېښو په دوام له سهاره ۱۲ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۱ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ وايي، نن سهار مهال د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې نا پېژانده وسله‌والو د پولیسو پر موټر د بارودي موادو په وسیله برید کړی او وروسته یې پرې ډزې هم کړې دي، چې له امله یې ۷ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، نن سهار مهال د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې نا پېژانده وسله‌والو د پولیسو پر موټر د بارودي موادو په وسیله برید کړی او وروسته پر پولیسو یې ډزې هم کړې دي.
د خیبر پښتونخوا څخه ځايي خبریالانو د سیمه‌ییزو پولیسو له قوله ویلي چې، په یاد برید کې ۵ پولیس وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
بل خوا د بلوچستان ایالت په خاران سیمه کې د پولیسو پر موټر د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه د دوه پولیسو د وژل کېدو او پنځه تنو د ټپي کېدو خبر ورکول شوی.
د دې تر څنګ پاکستاني رسنیو د خاران د ځايي اوسېدونکو له قوله ویلي، چې د بلوچستان په خاران کې د رای اچونې پر یو مرکز برید شوی؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
بلخوا د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا د ټاکنیز بهیر د ګډوډولو مخه یې نیولې.
د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر وايي، وروسته له هغه چې د دغه ایالت پر بلوڅ مېشتو سیمو "ترهګر" له ناکامۍ سره مخ شوي، دوی هڅه وکړه چې د بلوچستان پښتنې سیمې په نښه کړي او ټاکنې ګډوډې کړي؛ خو ناکام شول.
نوموړي د بلوڅ لیبریشن ارمي، بلوڅ لیبریشن فرنټ، پاکستان تحریک طالبان او داعش ته په اشارې سره ویلي، چې دا ډلې "د بلوچستان د خلکو استازي" نه دي.

ښاغلي اڅکزي دغه ډلې هند "پلوې " وبللې، چې د ده په وینا غواړي بلوچستان بې ثباته کړي.

ډېر لیدل شوي

پاکستان تازه افغان طبي محصلینو او ډاکټرانو ته د وتلو ضرب‌الاجل وټاکه
۱

پاکستان تازه افغان طبي محصلینو او ډاکټرانو ته د وتلو ضرب‌الاجل وټاکه

۲

خرم: امریکا د لوېدیځ د تمدني هویت په نوم د نړۍ د بسیجولو هڅه کوي

۳

ملګري ملتونه: په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې نږدې ۵۰۰ ماشومان وژل شوي

۴

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي

۵

د رواني روغتیا نړیواله ورځ؛بشري ناورین او د طالبانو محدودیتونو افغانان اغیزمن کړي