عراق: د امریکا په مشرۍ ایتلاف په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل ګرځېدلی دی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۹

د عراق د لومړي وزیر پوځي ویاند وايي، د امریکا په مشرۍ ایتلاف "سیمه کې د بې ثباتۍ لامل ګرځېدلی او دا ګواښ شته چې د دوی کړنې د عراق د ناامن کیدو سبب شي."

د یحیا رسول دا خبرې په پلازمېنه بغداد کې د امریکا په برید کې د ایران ملاتړو وسلوالو د یوه قومندان تر وژل کېدو وروسته دي.

د امریکا پوځ ویلي، پرون یې پلازمېنه بغداد کې په یو برید کې د ایران له ملاتړه د برخمنې ډلې، کتایب حزب الله، هغه قومندان وژلی، چې د امریکايي سرتیرو پرضد یې بریدونه پلانول.

خو د دغو وسله والو ډلو پر ضد د امریکا پرله‌پسې بریدونو د بغداد حکومت باندې ولسي فشار زیات کړی او دې ته یې اړ کړی چې په دغه هېواد کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ماموریت پای ته ورسوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د ايتلاف د راتلونکي په اړه خبرې تېره جنورۍ مياشت کې پيل شوې، خو د خبرو له پیل څه کم ٢٤ ساعته وروسته په اردن کې د دریو امريکايي سرتیرو تر ووژل کېدو وروسته دا خبرې وځنډېدې.

امريکا وویل، چې دغه برید په سوريه او عراق کې د ايران له ملاتړه برخمنو وسله والو کړی دی.

امریکا تېره اونۍ په سوریه او عراق کې د دې ډلو پرضد بریدونه پیل کړل، چې ور سره د بغداد او واشنګټن اړیکي لا ترینګلي شول.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د سه شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره په تلیفوني خبرو کې د ایتلاف د راتلونکي په اړه د خبرو اترو د بیا پیلیدو غوښتنه کړې ده.

په عراق کې د امریکا په مشرۍ نړیوال پوځي ایتلاف د داعش پر ضد د مبارزې لپاره جوړ شوی.

د دې ایتلاف په چوکاټ کې متحده ایالات په عراق کې ۲۵۰۰ سرتیري لري چې سیمه یزو ځواکونو ته د داعش د بیا راپورته کیدو د مخنوی لپاره مشورې او مرسته برابروی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ