• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تورخم کې د ټوکنونو بندېدل؛ سلګونه ناروغان د ټوکن اخیستو لپاره په تمه دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۹ GMT+۰

له کله نه چې د پاکستان ویزې سختې شوې، دغه هېواد ناروغانو ته د ټوکنونو ورکول پیل کړل؛ خو په تورخم کې دغه ناروغان شکایت کوي، چې له تېرو شلو ورځو راهیسې دغه ټوکنونه هم پر دوی بند شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ته دغو ناروغانو ویلي، چې په تېر کې به د سرطان ناروغانو ته په ډېرې اسانۍ ټوکنونه ورکول کېده؛ خو اوس ان په دغو ناروغانو ټوکنونه بند شوي دي.
راحله چې د سرطان په ناروغۍ اخته ده غوښتل یې چې د خپلې درملنې لپاره پاکستان ته ولاړه شي او د شوکت خانم روغتون ټول اسناد له ځانه سره لري؛ خو له دوو اونیو راهیسې ورته ټوکن نه دی ورکړل شوی.
هغه وایي، په تېرو کې به یې ورته په هماغه وخت سمدلاسه ټوکن ورکاوه؛ خو اوس له دوو اونیو راهیسې دغه بهیر په ټپه درېدلې.
په تورخم کې ځینې کسان داسې انګېري، چې ګنې د ټوکن په ورکړه کې کېدای شي دغه خنډ او ځنډ د ټاکنو له امله وي؛ خو چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ټوکن ډېری هغه ناروغان پاکستان ته ځي، چې په سختو ناروغیو اخته وي او د درملنې لپاره یې په افغانستان کې اسانتیاوې نه وي برابرې.
په تورخم کې د شاګل په نوم یوه داسې مېرمن هم ټوکن ته په تمه ده، چې سترګې یې په پټۍ تړل شوې او ډاکټرانو ورته د لایزري عملیاتو سپارښتنه کړې، کوم عملیات چې ښایي په افغانستان کې ورته لازمې اسنتیاوې نه وي برابرې او دغه عملیات هم باید ژر وشي؛ خو د شاګل په وینا تراوسه یې چا د ټوکن د غوښتنې لپاره مثبت ځواب نه دی ورکړی.
پاکستان په تېرو کې هم ویلي و، چې ترهګر د ناروغانو د درملنې په پلمه د افغانستان له خاورې دې غاړې ته را اوړي، هغه ادعا چې لا تر اوسه یې پخلی نه دی شوی؛ خو تېره ورځ د پاکستان د ټاکنو لپاره دغه هېواد له خپلو ګاونډیو سره خپلې دروازې تړلې وې.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي