‏نن د سریلانکا پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ درې یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۰

د سریلانکا پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې یو ورځنۍ لوبې نن ماسپښین د کابل په وخت ۱:۳۰ بجه د سریلانکا په کوربه‌توب د پليکېلي په نړۍوال لوبغالي کې پیلېږي.

حشمت الله شهیدي به په دغو لوبو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر وي.

راشد خان او نجیب ځدراڼ هم په لوبډلې کې نه دي شامل شوي.
په دغو لوبو کې د افغانستان په سکواډ کې د حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عظمت الله عمرزي، ګلبدین نایب، محمد نبي، نوید ځدراڼ، قیس احمد، رحمت شاه، شاهدالله، شرف الدین اشرف، اکرام علي خېل، رحمان الله ګربز، عبدالرحمن، بلال سمیع، فرید ملک، فضل الحق فاروقي، مجیب ځدراڼ او نور احمد لکڼوال نومونه راغلي دي.
‏تر دې وړاندې افغانستان د سریلانکا پر وړاندې خپله یوازینۍ ټېسټ لوبه وبایلله.
سریلانکا له افغانستان سره په تېرو پنځو یو ورځنیو لوبو کې درې بریاوې او دوه ماتې لري.
د سریلانکا پر وړاندې د افغانستان دویمه یو ورځنۍ لوبه د فبرورۍ په ۱۱مه او درېیمه لوبه د فبرورۍ په ۱۴مه ترسره کېږي.
له یو ورځنیو لوبو وروسته افغانستان د سریلانکا پر وړاندې درې شل اوریزه لوبې هم لري، چې د فبرورۍ په ۱۷مه پیلېږي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ