• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو له بنده خوشې شوې نجلۍ: خلک راته په سپکه سترګه ګوري، ان خپل کوژدن مې اوس نه مني

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۱۹ GMT+۰

د «بې حجابۍ» په تور د طالبانو له بنده خوشې شوې تمنا له هغو نجونو څخه یوه ده، چې په تېرو وروستیو کې په کابل ښار کې د یوې ډلې نجونو سره طالبانو نیولې وه. تمنا وایي، د زندان له کړاوونو سره، سره یې ورځ تر بلې ځور او کړاو مخ په ډېرېدو دی.

تمنا چې د خپل تره زوی سره یې کوژده کړې، له زندانه تر خلاصون وروسته یې د کوژدن اړیکې ورسره پېکه شوې او د لمنځه تلو په حال کې دي.
تمنا وایي:« زما کوژدن ماته د بدنامۍ د یو داغ په څېر ګوري. کله چې له زندانه خوشې شوم د زندان درد ترڅنګ د شک په سترګه د ټولو لیدل ما نوره هم ځوروي.»
هغه زیاتوي:« موږ یوې داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې زندان د نجونو لپاره تر ټولو بد ځای ګڼل کېږي او که چېرې د یوې نجلۍ پښه تر زندانه ورسېده بیا ټول ورته په بده سترګه ګوري.»
د هغې په وینا، له زندانه تر خلاصون وروسته کوژدن یې ترې هر ډول پوښتنې کولې او کوژدن یې نور نه غواړي چې له دې سره واده وکړي.
هغه وایي:« که څه هم ما خپل حجاب کړی و؛ خو نه پوهېږم چې ولې زه طالبانو ونیولم؟ دې نیونې زما د ژوند برخلیک بدل کړ. که څه هم ما څه نه دي کړي؛ خو بیا هم د ټولنې بېلابېلې خبرې او پېغورنې اورم او زه د یوې ناشوې کړنې سزا وینم.»
تمنا اوس له سختې رواني ناروغۍ ټراما تېرېږي، مور یې وایي لومړۍ د زندان حالت یې اروایي وضعیت خراب کړی و؛ خو اوس د خلکو له خبرو ځورېږي ان نه غواړي، چې له چا سره خبرې هم وکړي.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د اسټرالیا لنډمهاله ماموریت چې دا وخت له دوحې څخه خپلې چارې مخته بیايي، د طالبانو د خوښې حجاب له قوانینو د سرغړونو په پلمه د نجونو او مېرمنو په خپلسرې نېونې وغندلې او په اړه یې اندېښنه په ډاګه کړه.
اسټرالیا ویلي، چې د افغانستان د ښځو بنسټیز حقونه دې له پامه نه غورځول کېږي.
له هغه وروسته چې په دې وروستیو کې د طالبانو له‌خوا په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د «بې حجابۍ» په تور ښځې او نجونې ونیول شوې؛ په کابل کې یوشمېر ښځې او نجونې له ډېرې وېرې له کوره د باندې نه وځي.

ډېر لیدل شوي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي
۱

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۲

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۳

د بوش مرکز: د طالبانو له بندیزونو سره سره افغان نجونې د زده‌کړو د حق لپاره مبارزه کوي

۴

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۵

سرچینې: د کابل په تره‌خېل کې ۲ وروڼه د نامعلومو وسله‌والو له لوري ووژل شول