فنلنډ اوکراین ته د ۱۹۰ میلیون یورو په ارزښت پوځي تجهیزات ورکړل

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۰

د فنلنډ د دفاع وزارت وویل چې د دغه هېواد د پوځي مرستو ۲۲مه بسته یې اوکراین ته استولې ده.

دغه وزارت وايي، د دې مرستو ارزښت نږدې ۱۹۰ میلیونه یورو دی.

تر دې مخکې د فنلنډ ولسمشر اوکراین ته د دې مرستې وړاندیز کړی و.

د فنلنډ د دفاع وزیر انټي هاکنن ویلي دي چې د اوکراین د ملاتړ لپاره په ملي کچه لا زیاتې او پراخې لارې ته اړتیا ده.

په ورته وخت کې، هغه اعلان وکړ چې فنلنډ د اوکراین د ملاتړ لپاره اوږد مهاله پلان چمتو کوي.

د فنلنډ د دفاع وزارت ویلي چې د مختلفو دلایلو له امله نشي کولی د نوي مرستې کڅوړې دقیق مینځپانګې ، د تحویل طریقې او وخت په اړه معلومات ورکړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ