• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخواني ولسمشر غني او مرستیال یې صالح پر محسن داوړ برید وغانده

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۰ GMT+۰

د افغانستان د جمهوري نظام وروستي ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه مرستيال امرالله صالح په جلا جلا ډول د ملي ډيموکراټيک غورځنګ پر مشر او د پاکستان پارلمان ته پر نوماند محسن داوړ وسلوال برید غندلی او دا یې «د ازادۍ او عدالت د دوښمنانو» هڅه بللې ده.

محسن داوړ چې له شمالي وزیرستان پارلمان ته نوماند و، په ټاکنو کې یې د درغلیو ادعا کوله او نن یې د دې ټاکنو د پایلو د ځنډېدو په غبرګون کې مظاهره کوله چې ټپي شو.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني پر ښاغلي داوړ برید ته په غبرګون کې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي: «د ازادۍ دوښمن د غورځنګونو او شخصيتونو د له منځه وړلو هڅه کوي. پر ازادۍ مین قومونه د سياسي حقونو لپاره مبارزه کوي، د استبداد په ضد دريږي او خپلو ولسونو ته د بشر لومړني حقونه غواړي.»

ښاغلي غني ويلي، چې دا ډول بريدونه د ازادۍ غږ نشي بندولی.

هم مهاله د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح په خپله اېکس پاڼه د خواخوږۍ په پيغام کې داوړ يو پښتون ملتپال بللی: « داوړ یو له مهمو پښتنو ملتپالو څخه دی چې په زړورتیا سره د پاکستان د اسټیبلشمنټ او د هغوی د تروریستي لاسپوڅو دسیسو په وړاندې ودریدل.»

صالح په خپل پيغام کې په پاکستان کې په تېره یوه لسيزه کې د پښتنو ملتپالو او نوي نسل ژوندي پاته کېدل يو معجزه بللې ده.

له شمالي وزیرستان قامي اسمبلۍ ته نوماند محسن داوړ نن د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې د پوځي مرکز مخ ته د احتجاج پر مهال له پنځلسو ملګرو سره ټپي شو.

ملي ډیموکراټیک غورځنګ وايي، په دغه برید کې د دوی درې ملګري وژل شوي دي.

محسن داوړ د درملنې لپاره اسلام اباد ته وړل شوی او ځینې ملګري یې پر شمالي وزیرستان سربېره بنو روغتون ته لېږدول شوي دي.

لا هم ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو راپورونه وايي، کله چې محسن داوړ او ځینې نورو سیاستوالو د ټاکنو د پایلو د ځنډېدو له امله د رایې شمېرنې مرکز مخ ته مظاهره کوله، د مرکز ساتونکو دروازې وتړلې او ډزې وشوې.

د پاکستان پارلمان ته له سوېلي وزیرستان نوماند او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر په خپل اېکس کې لیکلي د پاکستان امنیتي ځواکونه د دې برید مسوول بللي دي: «د میران شاه شمالي وزیرستان پولیسو او ملېشه له خوا پر محسن داوړ او ملګرو یې مخامخ ډزې خورا بزدلانه او شرمناکه پېښه ده. محسن داوړ ټپي شوی. ریاستي فاشېزم اوج ته رسېدلی دی.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم پر محسن داوړ برید غندلی او دا یې د امنیتي ځواکونو کار بللی دی.

محسن داوړ پرون ویل، چې تر نورو نوماندانو یې ډېرې رایې ګټلې، خو د رای شمېرنې مرکز کې د نتیجې بدلولو هڅه کېږي.

ښاغلي داوړ نن د خپلې حوزې د ټاکنو د پایلو د ځنډېدو په اعتراض کې احتجاج کاوه، چې ټپي شو.

د نوموړي تر ټپي کېدو څو ګړۍ وروسته د پاکستان د ټاکنو کمېسون وویل، چې د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر او له شمالي وزیرستان پارلمان تو نوماند محسن داوړ د قامي اسمبلۍ څوکۍ وبایلله.

محسن داوړ پرون ویل چې ټاکنو کې تر نورو نوماندانو مخکې دی، خو د رایې شمېرنې مرکز کې نتایجو د بدلولوهڅه کېږي.

محسن داوړ تېر پارلمان کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر و.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د ګډ اقتصادي کمیسیون پر بیا پیلولو غږیدلي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نور الدین عزیزي په کابل کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د کډ اقتصادي کمیسیون د بیا پیل او د خپلمنځي اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نن په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې په دغه لیدنه کې طالبانو ته په راتلونکي "روسیه - اسلامي نړۍ" نړۍوال اقتصادي پنځلسم فورم کې د کډون لپاره د بلنې په اړ ه هم خبرې اترې شوې دي.

دا وزارت وايي په دغه لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، د دواړو هېوادونو تر منځ د ترانزیتي لارو، د تعرفو د کمولو، اسلامي بانکدارۍ، په افغانستان کې د روسیې د پانګونې، د سوداګریزو ویزو د ورکړې پر اسانتیا، د ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې د جوړولو په اړه هم غږېدلي دي.

په افغانستان کې د ایران پخوانی سفير وايي ټاکنو کې د پاکستان د پوځ سناريو له خنډ سره مخ ده

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۲ GMT+۰

په افغانستان کې د ایران پخوانی سفير وايي، د پاکستان ټاکنو د دې هېواد د پوځ سناريو له ګډوډۍ سره مخ کړې او د لاريونو د زياتېدو احتمال په ډېرېدو دی. که څه هم تر اوسه په دې هېواد کې د ټاکنو وروستۍ پايلې لا نه دي اعلان شوې، خو د عمران خان او نواز شریف ګوندونو د بري اعلان کړی.

ابوالفضل ظهروند له ایراني رسنیو سره خبرو کې زیاتوي، شمېرل شوې رایې ښيي چې «د مسلم لیګ ګوند په ښه وضعیت کې نه دی او دا کار د پاکستان د پوځ په سناریو کې د ګډوډۍ په معنا دی.»

دغه ايراني ډيپلوماټ په پاکستان کې پارلماني او صوبايي ټاکنو ته په اشارې ويلي، چې د تحریک انصاف ګوند د مشر په زنداني کېدو پوځ غوښتل هغه په ټاکنو کې څنډې ته کړي.

خو د د عمران خان ګوند او ازادو کاندیدانو یې ۹۳، د نواز شریف ډلې ۷۴ او پیپلز ګوند ۵۳ څوکۍ ګټلې دي.

ډېر باور دادی، چې د پاکستان د پوځ ملاتړ د مسلیم لیګ نواز ګوند له مشر نواز شریف سره دی.

د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز ډلې په ټاکنو کې د بریالیتوب ادعا کړې ده او هڅه کوي له پیپلز ګوند سره ګډ حکومت جوړ کړي.

همهاله د پاکستان پخواني لومړي وزير او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په هغه ویدیویي پیغام کې چې نوموړي له زندانه خپور کړی خپلو پلویانو ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې ټول دې په ګډه د دغه ستر بري خوشالي ولمانځي.

د تحریک انصاف ګوند سرپرست ګوهر علي خان وايي، د پنجشنبې ورځې ټاکنو کې یې ډېرې پارلماني څوکۍ ګټلې او د حکومت جوړولو هڅه به وکړي.

هغه ګواښ وکړ چې که د شنبې ورځې تر ماښام د ټاکنو پایلې اعلان نه شي، دوی به د یکشنبې په ورځ مظاهرې وکړي.

تحریک انصاف او ځینې نور ګوندونه په ټاکنو کې د درغلۍ ادعا هم کوي او نن هم دغه ګوند او جماعت اسلامي په کراچۍ کې د ټاکنو کمېسون مخ ته مظاهره کړې ده.


ډونلډ ټرمپ: افغانستان د امریکايي وسلو یو تر ټولو ستر پلورونکی هېواد دی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۷ GMT+۰

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان د امریکايي وسلو په «تر ټولو ستر پلورونکي هېواد بدل شوی دی.» ډونلد ټرمپ له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل «شرموونکې شېبه» بولي او وايي، هلته واشنګټن د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات پرېښودل.

راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوریپالو نوماند ډونلډ ټرمپ دا خبرې پرون د پنسلوانیا په هریسبورګ کې «د توپک ملي انجمن» کې وکړې.

هغه د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل په دې «د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه» وبلله چې هلته یې «د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات او په سلګونو امریکایان پرېشودل.»

د نوموړي په خبره، «افغانستان اوس د امریکايي وسلو یو تر ټولو ستر پلورونکی دی. دوی زموږ جوړې ښکلې وسلې پلوري.»

د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت په دوحه کې له طالبانو سره ۱۸ میاشتې خبرې درلودې او په پایله کې یې د سولې تړون وشو.

ښاغلي ټرمپ دغو خبرو ته په اشارې وویل: په دې اتلسو میاشتو کې هلته یو امریکايي سرتېری هم ونه وژل شو او نه په نښه شو.

که څه هم دوحه تړون کې ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سرتېرو اېستلو ژمنه کړې وه، خو ځینې اټکلونه دا و چې یو څه امریکایان به په افغانستان کې پاتې شي.

په نوموړي پسې چې واک جو بایډن ته ورسېد، نو له افغانستان یې د ټولوامریکايي ځواکونو د وتلو امر وکړ.

ډونلډ ټرمپ د ښاغلي بایډن دا پرېکړه سمه نه بولي او وايي، نوموړي سرتېري و اېستل او امریکايي وګړي او تجهیزات یې پرېښودل.

پر ډونلډ ټرمپ سربېره ځینې راپورونه هم دا ښيي چې له افغانستان د امریکا وسلې قاچاق کېږي، خو طالبان ورته تورونه ردوي او وايي دا وسلې خوندي دي.

د پاکستان پوځ په دغه هیواد کې له انتخاباتو وروسته د سیاسي ګډوډۍ په اړه خبرداری ور کړ

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۵ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال عاصم منير نن د پاکستان د ټولټاکنو د "بريالي ترسره کېدو" له امله د پاکستان خلکو ته مبارکي وويله. په دغه بیانیه کې ښاغلي منیر ویلي دي، د یوه پرمختلونکي هیواد لپاره چې ډیر نفوس لري ګډوډي رامنځ ته کول "مناسب نه دي."

جنرال منير په خپل پيغام کې ويلي، چې په ټاکنو کې د خلکو "آزاد" ګډون ډيموکراسۍ ته د دوی د ژمنتيا ثبوت دی.

هغه زياته کړه، چې له ستونزو سره سره د ټاکنو ترسره کېدو لپاره د خوندي چاپېريال رامنځته کول د ستاينې وړ دي.

د پاکستان عمومي ټاکنې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۹مه) ترسره شوې او ۱۲۸ میلیونه وګړو د خپلې خوښې نوماندانو ته رایې ورکړې.

د پوځ مشر په داسې حال د ګډوډۍ په هکله خبرداری ور کوي چې ډېرې څوکۍ د عمران خان پلوه کاندیدانو ګټلې دي، خو د نواز شریف ګوند هم ځان د دې ټاکنو بریالی بولي.

که څه هم د پاکستان د پوځ مشر د ټاکنو "بريالۍ" ترسره کېدل ستايلي دي، خو دغه ټاکنې د مخابراتو او انټرنېټ خدماتو له بندېدو څخه نيولې تر مرګونو بریدونو، درغليو او ناامنيو پورې له پراخو شکايتونو سره مل وې.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسون له دوو ورځو زیاتې مودې وروسته د انتخاباتو د نهايي نتیجو په اعلانولو کې پاتې راغلی.


​

جيونيوز: د نواز شريف او بلاول بوټو ګوندونو د ايتلافي حکومت پر جوړولو موافقه وکړه

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۳۷ GMT+۰

جیونیوز راپور ور کړی، چې د مسلم لیګ نواز او د پاکستان پیپلز ګوند مشرانو شهباز شریف او اصف علي زرداري په مرکز او پنجاب کې د ایتلافي حکومت پر جوړولو هوکړه کړې ده. د راپور له مخې، د دواړو ګوندونو مشرانو پرېکړه کړې، چې په راتلونکو غونډو کې د واک د وېش فورمول نهايي کړي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د دواړو ګوندونو مشرانو د پنجاب د سرپرست اعلی وزیر محسن تقوي په کور کې شاوخوا ۴۵ دقیقې خبرې وکړې او د پاکستان لپاره یې په ګډه د کار کولو هوکړه وکړه.

جیونیوز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې شهباز شریف د پاکستان د پیپلز ګوند له مشرانو غوښتي، چې په پاکستان کې د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره له مسلم لیګ نواز ګوند سره خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، چې د دواړو ګوندونو مشرانو د ايتلافي حکومت پر جوړېدو هوکړه او پرېکړه يې وکړه، چې په راتلونکو ناستو کې به پر دې خبرې کوي، چې واک څه ډول وېشل کېږي او څوک به په کومو ساحو او برخو کې کار کوي.

دوی د پاکستان له نورو ګوندونو هم وغوښتل، چې د خپل هېواد د ژغورلو لپاره د ایتلافي حکومت پر جوړولو موافقه وکړي.

په داسې حال کې، چې تر اوسه وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې او د ۹۰ سلنه پایلو له مخې خپلواک نوماندان مخکښ دي، د مسلم لیګ ګوند مشر نواز شریف پرون د خپلو پلویانو په منځ کې راڅرګند شو او خپله بریا یې اعلان کړه.

دا په داسي حال کې ده، چې د تحریک انصاف ګوند مشر او زنداني شوی پخواني لومړي وزير عمران خان هم ادعا کړې، چې د ده د ګوند ملاتړي نوماندانان د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې دوه پر درېیمه څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستان د ملي ټاکنو وروستۍ پایلې لا نه دي اعلان شوې.