• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا: موږ د پاکستان د ټاکنو په بهیر کې د لاسوهنو د ادعاوو په اړه اندېښمن یو

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۰۸ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وایي، ټاکنیز تاوتریخوالی، د بشري حقونو پر وضعیت لګول شوي بندیزونه، بنسټیرې خپلواکۍ او د ټاکنو په بهیر کې پر انټرنېټ او ټیلیفوني اړیکو بندیزونه هغه څه دي چې دوی یې غندنه کوي.

د امریکا دغه غبرګون له هغې وروسته مخې ته راځي چې تېره ورځ د ملاکنډ په شانګله ولسوالۍ کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو په ټاکنو کې د درغلیو پر ضد لاریون وکړ او وروسته له پولیسو سره په اخ و ډب کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او ۱۲ نور یې ټپیان شول.

بله غاړه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د پاکستان په ټاکنو کې د عدالت د ټینګښت او عمومیت په اړه اندېښنې ډېرې دي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون ویلي، لا هم نه پوهېږي چې په پاکستان کې ترسره شوې ټاکنې څومره عادلانه او سرتاسري وې.
هغه په دغو ټاکنیزو سیالیو کې د ټولو ګوندونو نه ګډون، د ټاکنو په بهیر کې د انټرنېټ پرې کول او د ټاکنو د پایلو په اعلانولو کې ځنډ د خواشینۍ وړ بللی.
تر دې وړاندې د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم د پاکستان د ټاکنو په اړه ویلي و، چې دغه هېواد ازادو، رڼو او عادلانه ټاکنو ته اړتیا لري چې په ترڅ کې یې د خلکو رایو ته درناوی وشي.
اغلې یوسفزۍ په خپلې اېکس پاڼه لیکلي:« زه نن د تل په څېر په دې باور یم، چې موږ باید د رای ورکوونکو پرېکړه په ورین تندي ومنو او د هغو درناوی وکړو.»

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو

۳

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۴

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۵

پر کېیف د روسیې تازه بریدونه؛ رویټرز وایي د تېلو پر زېرمو بریدونو کې دوه کسان ووژل شول