کابلوف: روسیه د دوحې په ناسته کې خپلو شریکانو ته سپارښتنه کوي، چې « سم چلند» وکړي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تاس خبري اژانس ته ویلي، چې هغه به د افغانستان لپاره د دوحې په دویمې ناسته کې ګډون وکړي. ښاغلي کابلوف ویلي، چې هغه به په دې ناسته کې « خپلو شریکانو ته سپارښتنه وکړي، چې سم چلند وکړي».

د افغانستان لپاره د دوحې دویمه ناسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش په کوربه‌توب د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د سلواغې په ۲۹مه او ۳۰مه ترسره کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند اسټفین دوجاریک د چهارشنبې په ورځ یوې ناستې ته ویلي، چې د دغې غونډې موخه د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د کړنلارو انسجام او د دغه هېواد په اړه د خپلواکې ارزونې ترسراوی دی.
د افغانستان په اړه د دوحې لومړۍ ناسته د انټوني ګوترېش په کوربه‌توب د غویي په یوولسمه او دوولسمه نېټه ترسره شوې وه. په دغې ناسته کې د امریکا، اروپایي ټولنې، روسیې او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو استازو ګډون لاره.