محسن داوړ د پاکستان د پارلمان څوکۍ وبایلله

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۱

د پاکستان د ټاکنو کمېسون د مالوماتو له مخې، ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر او له شمالي وزیرستان پارلمان تو نوماند محسن داوړ د قامي اسمبلۍ څوکۍ وبایلله.

محسن داوړ چې نن ټپي شوی، پرون یې ویل، په دې ټاکنو کې تر نورو نوماندانو مخکښ دی، خو د نتایجو د بدلولو هڅه کېږي.

نوموړي نن هم خپل اېکس کې لیکلي و چې د اېن اې ۴۰ حوزې اړوند د ځینې رایې مرکزونو کارمنان نه پوهېږي او خدای پوهېږي چې دوی به څه نتیجه را باسي.

هغه دا هم لیکلي و چې په پي کې ۱۰۴ حوزه کې درغلۍ بریالۍ شوې او یو اقبال وزیر چې له ټولو یې کمې رایې ګټلې وې په ۲۴ زره رایو سره ګټونکی شو.

محسن دوړ ورته تور پرون هم لګولی و او نن یې د خپلې حوزې د پایلو د ځنډېدو پرضد احتجاج کاوه، چې د پوځي مرکز مخ ته ډزې پرې وشوې.

ویل کېږي په دې برید کې د نوموړي څلور ملګري هم ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

محسن داوړ تېر پارلمان کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر و.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ