د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان کیومرث حیدري خبر ورکړی چې د ۷۴ کیلو مترو په اوږدوالي د افغانستان او ایران د پولو د تړلو پروژې لومړی پړاو عملي کیږي.
فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې ښاغلي حیدري دغه پروژه د ایران یوه له مهمو ملي پروژو څخه بللې ده.
د ایراني پوځ دغه چارواکي ویلي چې د پولې د تړلو لومړی پړاو به په څلورو رغنیزو چارو کې ترسره شي چې دا مهال اغزن تار غځول شوی او وروسته به د سړک جوړولو چارې پیل شي.
ښاغلي حیدري وویل: «د تلپاتي امنیت یوه برخه د سرحدونو د بندېدو موضوع ده او دا پروژه به د سیمې وضیعت ته په پام سره ایران ته د ارزښت وړ ده.»
نوموړی زیاتوي: «په پولو کې د پوځ شتون د ناامنۍ په معنا نه دی. بلکې دا د استخباراتي معلوماتو او پوځي چمتووالي لپاره دی.»
د دغه ایراني چارواکي په وینا، د ایران ټولې پولې خوندي دي، خو «کله ناکله داسې کوچنۍ هڅې کېږي چې د هېواد امنیت ته ګواښ نه وي»
تر دې مخکې د ایران کورنیو چارو وزیر له افغانستان سره پر پوله د دیوال د جوړولو په اړه راپورونه رد کړي وو.
احمد وحیدي تېره اوونۍ وویل: «د دېوال جوړولو ته اړتیا نشته، بلکې د پولې د بندولو موضوع ده.» خو نوموړي له افغانستان سره د پولې د تړلو د پلان په اړه نور جزیات ور نه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغې ډلې ځواکونو څو څو ځلې د افغانستان په لوېدیځ کې له ایراني پوله ساتو سره نښتې کړې دي.