کاظمي قمي: د سیمه ییزې همکارۍ د ډلې موخه له طالب چارواکو سره همکاري ده

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۲

په افغانستان کې د ایران ځانګړی استازی وایي، چې د سیمه ییزې تماس ډلې موخه له طالبانو سره همکاري ده، چې "د ټیکاو په ټینګښت، د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او د بیارغولو په برخه پیل ته زمینه برابروي."
سیمه ییزه تماس ډله د ایران په وړاندیز جوړه شوې او د سیمې د هېوادونو استازي یې غړي دي.

نوموړی همداراز وایي: «د ایران اسلامي جمهوریت هڅه کوي د ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره په ګډه د افغانستان د خلکو د شرایطو د ښه کېدو لپاره یوه عملي لاره پېدا کړي.»
حسن کاظمي قمي په کابل کې د دغه هېواد په سفارت کې د ایران د اسلامي انقلاب د ۴۵مې کالیزې په مراسمو کې زیاته کړه، چې د ایران اسلامی جمهوریت د خپلې تګلارې له مخې د افغانستان له خلکو او د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ښه ګاونډیتوب او هر اړخیزو اړیکو ساتل خپل لومړیتوب ګڼي.
په دې ناسته کې د د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي وویل، چې دا ډله او تهران د اقتصاد، کلتور او فرهنګ په ګډون په مختلفو برخو کې ښه تعامل او همکاري لري.

د نوموړي په خبره؛ د ګډو دیني، کلتوري او ژبنیو مشترکانو له امله د دوی دوه اړخیز اړیکي ورځ تر بلې پراخېږي.
د طالبانو په کوربتوب د سلواغې په نهمه د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د نوښت په نوم د سیمه ییزې تماس ډلې یوه غونډه جوړه شوې وه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبره بیا په دغه ناسته کې د سیمې هېوادونو د سوداګریزو اړیکو او سیمه ییزو همکاریو پر پراخولو ټینګار شوی.

ایران د افغانستان په هکله په تېره مسکو غونډه کې د سیمه ییزې تماس ډلې د جوړولو غوښتنه وکړه او له هغه وروسته یې په دې تړاو د پاکستان، هند او روسیې په ګډون د افغانستان د نږدې او لرې ګاونډیانو له چارواکو سره په دې تړاو خبرې وکړې.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ