ازادۍ جبهه: په پروان کې مو څلور طالبان وژلي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۲

د ازادۍ په نامه د طالبانو مخالفې جبهې ادعا کړې، چې د یکشنبې په ماښام (د سلواغې په ۲۲مه) یې د پروان په مرکز چاریکارو کې په دویمه حوزه کې پر مېشتو طالبانو برید کړی او د یو سرګروپ په ګډون یې څلور جنګیالي وژلي دي.

د دغې جبهې د ادعا له مخې؛ په برید کې درې طالب جنګیالي زخمیان شوي هم دي.

د جبهې په وینا؛ برید د طالب جنګیالیو له خوا د کورونو د پلټنې په پلمه د خلکو د "ځورولو" په غبرګون کې شوی دی.‌
تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او افغانستان انټرنشنل هم د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه د دغه خبر پخلی په ځانته سر نه شي کولی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ