طالبان: له ایران ۳۱ اېستل شوي ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای شول

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۲

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې له ایران څخه ۳۱ تنه اېستل شوي ماشومان یې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړدي دي.

دغه وزارت نن په خپل اېکس کې لیکلي، چې دغه ماشومان د هرات د وارچایلډ ادارې په همکارۍ د فاریاب د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته تر سپارلو وروسته تر خپلو کورنیو ورسېدل.
د راپور له مخې، دغه ماشومان د فاریاب د میمنې ښار د بیلابیلو سیمو اوسیدونکي دي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت همداراز لیکلي، فاریاب له هغو ولایتونو دی چې له ایران ډېری اېستل شوي ماشومان لري او د ۱۴۰۲ کال له پیل راهیسې یې تراوسه پورې سلګونه ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي.
د ویلو ده، چې ډېری دغه ماشومان خپلو ولایتونو ته د سفر او له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو د لګښت پیسې هم نه‌لري، خو د هرات ولایت وارچایلډ اداره په ډیریو مواردو کې له دغو ماشومانو سره مرستې کوي.
په هېواد کې د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت او د وزګارتیا د کچې لوړیدل د دې لامل شوی چې هېوادوال له ناقانونه لارو کډوالۍ ته مخه کړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ