• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ارزګان کې د طالبانو والي د هغو کسانو د نیولو امر کړی، چې له بیت المال څخه شخصي ګټه اخلي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۲۰ GMT+۰

د ارزګان لپاره د طالبانو والي په یوه نظامي غونډه کې خپلو جنګياليو ته امر کړی، چې هغه کسان ونيسي او بندي يې کړي، چې د نظامي وسایطو او بیت المال څخه شخصي ګټه اخلي. د طالبانو واک ته په رسېدو ډېر داسي تصويرونه او ويډيوګانې نشر شوي، چې دغه ډله د نظامي وسایطو شخصي استفاده کوي.

د ارزګان والي محمد علي جان نن دوشنبه په يوه نظامي غونډه کې له ټولو غوښتي، چې هغه کسان ونيسي چې د بیت المال څخه شخصي استفاده کوي.

نوموړي ويلي؛ هیڅوک اجازه نه لري، چې نظامي وسايط د خوښيو په پروګرامونو او يا شخصي ډول استفاده کړي.

هغه زياته کړې: « که مو هر چيري د بیت المال رېنجر، هالکس، زرې موټر او يا نور څه وليدل، چې شخصي استفاده کېدل هغه کسان ونيسئ او بندي يې کړي.»

د نوموړي په خبره، چې بیت المال د خاصو اشخاصو د کورنيو لپاره نه دي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده هم څو ورځې مخکې په يوه فرمان کې له مسوولينو غوښتنه کړې وه، چې د بیت المال څخه شخصي ګټه وانه خلي.

واک ته د طالبانو په رسېدو ډېر مهال د دې ډلې اړوند نظامیان له دولتي موټرونو او وسلو څخه د خوښۍ په پروګرامو او تفريح ځايونو کې شخصي استفاده کوي.

پر ټولينزو رسنيو د طالبانو ډېر داسې تصويرونه او ويديوګاني نشر شوي، چې له دولتي موټرونو څخه په ودونو، حج مراسمو او د کور د اړتيا د پوره کولو لپاره ترې ګټه اخلي، چې د خلکو له سخت غبرګون او انتقاد سره مخ شوي دي.

ډېر لیدل شوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ
۱

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۲

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۵

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې