• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کډوالو وزارت: سلګونه کډوال په زور او خپله خوښه له ایران او پاکستانه راستانه شول

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۲۰ GMT+۰

د طالبانو کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ له ایران څخه د راستنو شویو سلګونو افغان کډوالو په ډله کې ۲۹ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (سلواغې۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ ۸۳۵ تنه افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي.

دغه وزارت ویلي یو شمېر کډوال په جبري ډول او یو شمېر یې په خپله خوښه راستانه شوي دي.

همدارنګه د کډوالو وزارت ویلي، په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۲۹ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو، چې د کورنیو موندلو په موخه یې په هرات ولایت کې د وارچالیډ موسسې ته ورپېژندلي دي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي چې په همدې ورځ د کندهار د سپین بولدک له لارې هم ۱۷ تنه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه راستانه کړل شوي.

دغه وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه تازه راستانه شوي ټول کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو کډوالۍ دفتر ته ورپيژندلي دي.

له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري او تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي و چې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د ګوانتانامو زندان دوه ورستي بندیان خوشې شوي او کابل ته راورسېدل

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۵۶ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، دوه وروستي افغانان چې له شلو کلنو څخه ډیر وخت په ګوانتانامو زندان کې بندیان وه د دوشنبې په ورځ کابل ته راورسیدل.

د طالبانو کورینو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې په ورځ د (سلواغي ۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ملا عبدالظاهر او عبدالکریم په نوم دوه افغان بندیان نن سهار هېواد ته راورسیدل.

قانع ویلي چې د یادو بندیانو د بدرګې لپاره کابل نړېوال هوايي ډګر ته د دغې ډلې لوړپوړی پلاوی او ولسي کسان ورغلي وو.

تېره ورځ د طالبانو کورنیو چارو وزارت د یادو بندیان اړه معلومات خپاره کړي وو او ویلي و چې عبدالکریم د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د ووزیانو د کلي اوسیدونکی دی او د ۲۰۰۲ کال د اګسټ میاشتې په ۱۴مه د پاکستان حکومت ونیو، له څو میاشتني بند وروسته یې امریکا ته وسپاره. نوموړی ۱۴ کاله په ګوانتانامنو کې بندي او وروسته عمان هېواد ته ولېږدول شو.

همدارنګه ملا عبدالظاهر د لوګر ولایت د مرکز حصارک کلي اصلي اوسیدونکی دی او په ۲۰۰۲ کال کې د امریکايي ځواکونو لخوا ونیول شو. نوموړی ۱۵ کاله وروسته د ګوانتانامو څخه خوشې او عمان هېواد ته ولېږدول شو.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي یاد دوه بندیان اووه کاله په عمان هېواد کې اوسېدل او په یاده موده کې یې بهر ته د تګ اجازه نه لرله.

تردې وړاندې طالبانو بشیر نورزی چې د دغې ډلې له اغېزمنو څېرو څخه دی، په ګوانتانامو کې له دوو لسیزو بند تېرولو وروسته، له یوه امریکايي انجینر مارک فریکس سره په ۱۴۰۱ کال کې تبادله کړ او له بنده خوشې شوو.

خو د عبدالکریم او عبدالظاهر د راخوشي کېدو او معاملې په اړه طالبانو تردې مهاله څه نه دي ویلي.

پاکستانۍ رسنۍ: پاکستان کې د ګډ حکومت جوړولو لپاره، ن لیګ، پیپلز ګوند او نورو هڅې پیل کړې

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۴ GMT+۰

مسلم لیګ ن، پیپلز او نور واړه ګوندونه د مرکزي حکومت جوړولو ته نږدې شوي دي. پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ د (سلواغې۲۳مه) خبر ورکړ چې د حکومت جوړولو په لړ کې به چوهدري شجاعت نن په اسلام اباد کې له نوازشریف، اصف زرداري او مولانا فضل الرحمان سره لېده کاته وکړي.

بل خوا پاکستاني رسنیو ویلي چې د مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند تر منځ په سیاسي همکارۍ هوکړه شوې، تېره ورځ د یادو ګوندونو مشرانو هوکړه کړې چې د خلکو رایوته په احترام به دوی نه مایوسه کوي او دغه هیواد به له سیاسي بې ثباتۍ ژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د (ایم کیو ایم) ګوند مسولانو د نواز شریف سره هم لېدنه کړې خو په دغې لېدنه کې د ګډ حکومت جوړولو په اړه کومې پرېکړې ته نه دي رسیدلي.

په پاکستان کې د فبرورۍ په اتمه عمومي ټاکنې تر سره شوې خو هیڅ ګوند د غوڅ اکثریت رایو په تر لاسه کولو نه دی توانېدلی، او ویل کیږي چې دغه ټاکنې د پراخو درغلیو څخه ډکې وي.

ټي ټي پي له مولانا فضل الرحمان او سراج الحق غوښتي چې له دوی سره په 'جهاد' کې یو ځای شي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۵۸ GMT+۰

د ټي ټي پي وسله والې ډلې د جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي مشرانو ته د یوې خبرپاڼې له لارې ویلي چې د جمهورت لاره پریږدي او د «جهاد» لاره خپله کړي. دغې ډلې داسې مهال دغو مذهبي ګوندونو ته د «جهاد» بلنه ورکړې چې دواړه ګوندونه د پاکستان په ټاکنو کې ناکام او یا یې لږې څوکۍ ګټلې دي

د پاکستاني طالبانو وسله والې ډلې یا ټي ټي پي نن دوشنبه د (سلواغې ۲۳مه)د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان د دوو مذهبي ګوندونو مشرانو مولانا فضل الرحمان او سراج الحق ته ويلي چې نور دې د جمهوريت لاره پریږدي او د پاکستان د پوځ په وړاندې په «مبارزه» کې دې له دوی سره یو ځای شي.

100%

ټي ټي پي دغه خبرپاڼه داسې مهال خپروي چې تېره ورځ د جماعت اسلامي مشر سراج الحق په اوسنیو ټاکنو کې تر خپلې ناکامۍ وروسته د پاکستان د ټاکنو کمیسیون په درغلۍ تورن کړ او د دغه کمیسیون له چارواکو یې د «استعفاء» غوښتنه وکړه.

د ټي ټي پي جماعت الاحرار ډلې د دغو دوو ګوندونو مشرانو ته سپارښتنه کړې چې که «رېښتیا اسلامي نظام راولي نو د ټاکنو او جمهوریت له لارې نه بلکې د جهاد لاره دې خپله کړي.»

د تحریک طالبان پاکستان په دغې خبرپاڼه کې راغلي چې په «پاکستان کې جمهوریت او ټول واک د پاکستاني پوځ په لاس کې دی او هر څه چې هغوی وغواړي هغه به کیږي، ټاکنې هسې د یوه تمثیل په ډول کیږي.»

د پاکستان په سږکال ۲۰۲۴ ټاکنو کې قام پرستو او مذهبي ګوندونو ټاکنې بایللې دي، او تر دې مهاله يوازې خپلواک نوماندان چې تحریک انصاف کسان دي د دغو ټاکنو مخکښ دي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مولانا فضل الرحمان په خپل پلرني ټاټوبي ډېره اسمعیل خان کې ناکام شوی او یوازې په بلوچستان او ځینو نورو پښتنو سیمو کې یې د قومي اسمبلۍ څلور څوکۍ ګټلې دي.

د هرات روغتون ډاکتر: د هرات په روغتون کې له شپږ زرو ډېر د سرطان ناروغان بستر شوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۱۸ GMT+۰

د هرات روغتون مسوولانو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې تېر یوکال په دغه روغتون کې د سرطاني ناروغیو سلګونه ناروغان بستر شوي دي. د هرات حوزوي روغتون د سرطان برخې مشر د طالبانو تر لاس لاندې باختر اژانس ته ویلي چې په يو کال کې دغه روغتون د شپږ زره او ۵۰۰ تنو سرطاني ناروغانو درملنه کړې.

فاروق احمد صديقي د طالبانو باختر اژانس خبريال ته ویلي: «په ښځو کې د سينې سرطان او په نارينه وو کې د مرۍ سرطان یې تر ټولو عام ډولونه دي.» هغه زیاته کړه چې دغه «دغه ناروغۍ دېرش سلنه زیاته شوې ده.»

هغه ویلي، چې دغه روغتون د سرطان د تشخيص او درملنې لپاره کمې اسانتياوې لري.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو د روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې هر کال تر ۴۰ زرو ډېر کسان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي او له ۱۶ تر ۲۰ زرو پورې کسان د دغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په هرات کې د زلزلې زیانمنو کورنیو ته ۵۴۷ نور جوړ شوي کورونه ور سپارل شوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۲۱ GMT+۰

د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې کمېسیون چارواکي وايي چې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړولو او ورسپارلو په لړ کې دا ځل د رباط سنګي ولسوالۍ په څلورو کلیو کې ۵۴۷ نور کورونه زیانمنو کورنیو ته ور ووېشل شول.

د طالبانو تر لاس لاندې د باختر اژانس خبر ورکړی چې دغه کورونه یې تېره ورځ یکشنبه د (سلواغې ۲۲مه) زیانمنو کورنیو ته سپارلي.

د هرات لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر او د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې کميسون وياند مولوي احمدالله متقي د طالبانو تر لاس لاندې باختر اژانس ته ویلي چې دوى توانېدلي چې د زلزلې زیانمنو کورنیو ته څلور زره کورونه جوړ کړي او دغه چاره یې ۹۰ سلنه مخته وړې ده.

هغه ويلي چې د دغو ۵۴۷ کورونو د جوړولو لګښت له ۱۲۰ میلیونو افغانیو څخه ډیر دی او په هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې کمېسیون له لوري ورکړل شوی دی.

ويل کیږي د دغه ۵۴۷ کورونو د جوړولو چارې د صديقي اباد رغنیز او سړک جوړونې شرکت له لوري ترسره شوې دي، د دغه شرکت مسوولان وايي چې دغه کورونه د «انجينيرۍ له معيارونو سره سم جوړ شوي او نقشه يې په دغه ولایت کې له زلزله ځپلو سره د مرستې کمېسيون د انجنيرانو له خوا ورکړل شوې ده.»

د روانې سلواغې میاشتې په ۲۰مه هم د هرات زنده جان ولسوالۍ د سربلند او نايب رفيع کليو کې زلزله ځپلو ته د ٦٩ کورونو د ورکولو خبر ورکړل شوی و.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په هرات ولایت کې د تېرې تلې میاشتې په ۱۵مه په پرله پسې زلزلو کې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ۱۱ زره نور ټپیان شوي وو.

د دې ترڅنګ په دغو زلزلو کې څه باندې ۸ زره کورونه په بشپړه توګه او د ١٧ زره کورونو ځینې برخې ویجاړې شوې وې.

په هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سره د مرستې کمیسیون طالب چارواکي وايي، چې شاوخوا څلور زره کورونه د جوړیدو په حال کې دي چې ۹۰ سلنه چارې یېبشپړې شوې دي.