په سرپل کې د طالبانو د والي په امر په رسمي وخت کې دولتي کارکوونکو ته د قران تفسير شروع شوی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۳

په سرپل کې د طالبانو د والي په امر د ولایت مقام ټولو ملکي او نظامي کارکوونکو ته په رسمي وخت کې د قران کریم د ترجمې او تفسير پروګرام پيل شوی.

ډېری مهال مراجعین د خپلو ستونزو د حل په موخه دولتي ادارو مخې ته ساعتونه انتظار وي.

د سرپل د طالبانو مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی والي محمد یعقوب عبدالرحمان ملکي او نظامي مامورينو ته د قرانکريم د ترجمعې او تفسير پروګرام پيل کړ.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه پروګرام د دوو مياشتو لپاره هره ورځ د سهار له ۸ بجو پيل تر څه کم ۹ بجو پوري دوام کوي.

والي له ټولو کارکوونکو غوښتي، چې خپل ټول رسمي کارونه پرېږدي او د قرانکریم د ترجمې او تفسير په دې پروګرام کې برخه واخلي.

خبرپاڼه د طالبانو د والي له قوله ليکي: « د ولایتي ادارې د مجلسونو د مدير مولوي حکمت الله له خوا ټولو کارمندانو ته هره ورځ په عامه او روانه ژبه د قران کریم د ژباړې او تفسیر تدریس کیږي.»

په سرپل کې د نورو دولتي ادارو کارکوونکو ته بیا د قرانکریم د ترجمې او زده کړي پروګرام هره ورځ د ماسپښين تر لمانځه وروسته شروع کيږي.

دغه پروګرام د ورځنيو دولتي چارو په رسمي وخت کې پيل شوی.

زيات مهال همدا وخت، چې د ورځې او چارو پيل دی ډېری مراجعين د خپلو ستونزو د حل په موخه ساعتونه ساعتونه د دولتي ادارو مخې ته انتظار وي.

په ډېرو ولایتو کې خلک شکایتونه کوي، چې د طالبانو مسوولين او مامورين د دوی د ستونزو حل ته پر وخت رسېدنه نه کوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ