په هرات کې د زلزلې زیانمنو کورنیو ته ۵۴۷ نور جوړ شوي کورونه ور سپارل شوي
د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې کمېسیون چارواکي وايي چې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړولو او ورسپارلو په لړ کې دا ځل د رباط سنګي ولسوالۍ په څلورو کلیو کې ۵۴۷ نور کورونه زیانمنو کورنیو ته ور ووېشل شول.
د طالبانو تر لاس لاندې د باختر اژانس خبر ورکړی چې دغه کورونه یې تېره ورځ یکشنبه د (سلواغې ۲۲مه) زیانمنو کورنیو ته سپارلي.
د هرات لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر او د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې کميسون وياند مولوي احمدالله متقي د طالبانو تر لاس لاندې باختر اژانس ته ویلي چې دوى توانېدلي چې د زلزلې زیانمنو کورنیو ته څلور زره کورونه جوړ کړي او دغه چاره یې ۹۰ سلنه مخته وړې ده.
هغه ويلي چې د دغو ۵۴۷ کورونو د جوړولو لګښت له ۱۲۰ میلیونو افغانیو څخه ډیر دی او په هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې کمېسیون له لوري ورکړل شوی دی.
ويل کیږي د دغه ۵۴۷ کورونو د جوړولو چارې د صديقي اباد رغنیز او سړک جوړونې شرکت له لوري ترسره شوې دي، د دغه شرکت مسوولان وايي چې دغه کورونه د «انجينيرۍ له معيارونو سره سم جوړ شوي او نقشه يې په دغه ولایت کې له زلزله ځپلو سره د مرستې کمېسيون د انجنيرانو له خوا ورکړل شوې ده.»
د روانې سلواغې میاشتې په ۲۰مه هم د هرات زنده جان ولسوالۍ د سربلند او نايب رفيع کليو کې زلزله ځپلو ته د ٦٩ کورونو د ورکولو خبر ورکړل شوی و.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په هرات ولایت کې د تېرې تلې میاشتې په ۱۵مه په پرله پسې زلزلو کې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ۱۱ زره نور ټپیان شوي وو.
د دې ترڅنګ په دغو زلزلو کې څه باندې ۸ زره کورونه په بشپړه توګه او د ١٧ زره کورونو ځینې برخې ویجاړې شوې وې.
په هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سره د مرستې کمیسیون طالب چارواکي وايي، چې شاوخوا څلور زره کورونه د جوړیدو په حال کې دي چې ۹۰ سلنه چارې یېبشپړې شوې دي.