سینټکام وايي، حوثیانو ایران ته پر روانه کښتۍ برید کړی دی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۴

د امریکا مرکزي قوماندانۍ خبر ورکړی چې حوثیانو په باب المندب کې پر یوې کښتۍ دوه توغندي توغولي دي.
سینټګام ویلي چې دا توغندي د ایم‌وي سټار ایریس یوې یونانۍ سوداګریزې کښتۍ په لور توغول شوي چې د مارشال ټاپو بیرغ پرې ځوړند و او د ایران د امام خمیني د بندر په لور روانه وه.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کښتۍ له برازیل څخه جوار بار کړي وو.
سینټکام زیاته کړه چې د حوثیانو په برید کې کښتۍ لږ زیانمنه شوې او عمله یې خوندي ده.
په یمن کې د حوثيانو پر وړاندې د امریکا او برېټانیا له غچ اخیستونکو بریدونو سره، سره دغې ډلې په سور سمندرګي کې پر کښتیو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ