• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فوزیه کوفي: د دوحې په راتلونکې ناسته کې باید د ښځو او مخالفو ګوندونو استازي برخه ولري

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۵۹ GMT+۰

په پخوانۍ ولسي جرګه کې د خلکو استازې او د جمهوریت له‌خوا د دوحې د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي، په دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ له طالبانو سره غونډه د افغانستان او په هېواد کې ټولو مخالفو اړخونو ته یو بل فرصت وړاندې کوي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سره یو شي.

د یوې بهرنۍ رسنۍ له لارې د اغلې کوفي په یوې خپرې شوې مقاله کې راغلي، چې هره لاسته راوړنه په دې پورې اړه لري چې د ښځو او سیاسي ډلو په ګډون ټولې ډلې په عادلانه ډول استازی ولري او د هغوی غږ واورېدل شي.
اغلې کوفي ویلي:« په افغانستان کې د نړۍوالو منځګړیتوب وروستیو هڅو ته په پام سره زه غواړم د راتلونکې اونۍ د ننګونو په اړه ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړم؛ که د دوحې غونډه طالبانو ته یوازې نومول شوې مخالفې ډلې راولي هغه کسان چې له طالبانو سره یې اختلاف په کوچنیو مسلو متمرکز دی دا کنفرانس به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو یوه بله ناکامه هڅه وي.»
هغې زیاته کړې:« د جګړې د پای ته رسولو کېلي د یوه سیاسي جوړجاړي په موندلو کې ده، چې په هغه کې د افغانستان د بېلابېلو واقعیتونو انعکاس کوونکي استازي د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي، په ځانګړې توګه ښځې او توکمیزې ډلې.»
اغلې کوفي وایي، د ۱۹۸۰ او ۹۰م کلونو په لومړیو کې د افغانستان د پخواني حکومت او د مجاهدینو ډلو ترمنځ د ملګرو ملتونو له‌خوا د سولې منځګړیتوبونو کومه پایله نه درلوده؛ ځکه چې په خبرو کې ټولې خواوې شاملې نه وې.
هغې لیکلي:« په ۲۰۰۱کال کې د بن کنفرانس چې د ملګرو ملتونو له‌خوا جوړ شوی و، د ټولو اړخونو لپاره یو بل ښه فرصت و؛ خو له شلو کلونو وروسته ناکامه شو. دې تېروتنې په افغانستان کې جګړه اوږده کړه او د اوسني ناورین په پایله کې ملت د لوږې په څنډه کې دی، ښځې بندیانې شوې او یوه وسله‌واله ډله چې نړۍوالو قوانینو ته درناوی نه لري د ټوپک په زور په خلکو حاکمه شوه.»
هغه وایي، په افغانستان کې مېلیونونه خلک هڅه کوي چې د پاسپورټ په ترلاسه کولو سره هېواد پرېږدي چې دا د خلکو تر منځ د پراخې مایوسۍ څرګندونه کوي.
اغلې کوفي زیاته کړې، دغه ناسته یوه لویه لاسته راوړنه کېدی شي که چېرې د ټولو اړخونو ترمنځ معنی لرونکي خبرې اترې ترسره شي.
په دوحه کې د فبرورۍ له ۱۸مې څخه تر ۱۹مې نیټې پورې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش په مشرۍ دا دویمه ناسته ده، چې د تېرې مې میاشتې راهیسې د قطر په پلازمینه کې د افغانستان په اړه جوړېږي.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۳

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي

۴
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۵

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې