• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټي‌ټي‌پي جماعت الاحرار ډلې سرچینو منلې، چې د دوی یو قوماندان په ننګرهار کې سخت ټپي شوی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۴ GMT+۰

د پاکستاني طالبانو د جماعت الاحرار ډلې سرچینو منلې، چې د دوی یو جګپوړی قوماندان د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې ټپي شوی دی. جماعت الاحرار د دغې ډلې د جګپوړي او نوموتي قوماندان قاري ضیا الرحمن چې په قاري اسماعیل مشهور و د ټپي کېدو پخلی کړی.

دغې ډلې ویلي، د دوی دغه قوماندان د ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې هغه مهال ټپي شوی چې نوموړی یوې مېلمستیا ته روان و.
قاري ضیا الرحمن په اصل کې د خیبر پښتونخوا د خیبر سیمې اوسېدونکی و او له زیاتې مودې راهیسې د ټي‌ټي‌پي ډلې سره پاتې شوی او په خیبر پښتونخوا کې یې په ډېرو بریدونو کې برخه لرله.
تر اوسه پر دغه قوماندان د برید پړه کوم کس یا ډلې نه ده منلې؛ خو داسې ویل شوي چې هغه په دغه برید کې سخت ټپي شوی او ټپونه یې هم ژور دي.
قاري اسماعیل د پاکستان د طالبانو د تحریک د وژل شوي مشر عمرخالد ډېر نږدې کس و او په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې د زیاتو بریدونو په پلانولو کې هم ښکېل و.
تر دې وړاندې عمر خالد خراساني، مولانا خالد بلتي، قوماندان عقابي، یاسر پړاکي او ځیني نور په افغانستان کې وژل شوي وو؛ چې د دغو ټولو وژل شویو پاکستاني طالب قوماندانانو د بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

افغانستان کې ګڼ متقاعدین شکایت کوي، چې د درې کالو په تېرېدو یې لا هم حقونه نه دي ورکړل شوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۰۵ GMT+۰
افغانستان کې ګڼ متقاعدین شکایت کوي، چې د درې کالو په تېرېدو یې لا هم حقونه نه دي ورکړل شوي
100%

په افغانستان کې ګڼ تقاعد شوي دولتي کارکوونکي وايي، چې طالبانو له دوی سره ظلم او ستم راخیستی او د دوی حقه حقونه یې ترې تروړلي دي. دغه متقاعدین وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته شاوخوا درې کاله تېریږي؛ خو دوی ته طالبان خپل حق نه ورکوي او د دوی پیسې یې زورګېره کړې دي.

دوی وايي،، موږ له چا د خیرات تمه نه لرو بلکې خپل حقه حقوق غواړو.
پخوانی پوځي افسر ډګروال محمد منیر وايي، چې شاوخوا پنځه دېرش کاله یې خدمت کړی او هره میاشت د ده له تنخوا څخه پیسې ګرځول شوي؛ خو اوس څوک خپل حق هم نه ورکوي.

ښاغلي منیر وايي:« موږ څو، څو ځلې د اعتراض غږ پورته کړ او د مالیې تر وزارته ورغلو، طالبان د نن او سبا پر وعدو موږ غولوي. کله وايي ستاسې د تقاعد وړاندیز د دوی مشر ته رسېدلی هغه به پرې پرېکړه کوي. کله وايي، نن او سبا کې ستاسې ستونزې هواروو او کله نورې پلمې کوي؛ خو داسې ښکاري چې دوی زموږ پر دغه حق سترګې پټوي.»
د پوهنې په برخه کې یو پخواني ښوونکي میرعلم هم افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې شاوخوا څلور لسیزې یې خدمت کړی او په هره میاشت کې د هغه له تنخوا د تقاعد پیسې ګرځول شوي؛ خو اوس یې حق طالبانو ترې تروړلې دی.

هغه وايي:« دغه پیسې موږ ته څوک خیرات نه راکوي او نه موږ له چا ځینې د خیرات تمه کوو. دا زموږ حق دی او حق باید راکړل شي، دا چې طالبان اوس له زوره کاره اخلي، موږ زور نه لرو؛ خو خدای تر ټولو زورور دی.»
دغه متقاعدین وايي، چې نن سبا د سختو ستړو ستونزو سره مخامخ دي او د سبا او بېګا ډوډۍ ته هک حیران پاتې دي.

دوی وايي، نه دوی ته بل ځای کار شته او نه یې هم عمرونه د دې تقاضا کوي چې دوی دې درنو کارونو ته مخه کړي.
دغه متقاعدین وايي، دوی د خپلې ټولنې تعلیم یافته کسان دي او دا یې هم تر واکه پوره نه دي چې چا ته د خیر غوښتلو په نامه لاسونه وغځوي.

دوی وايي، هر یو یې د لسانس او ماسټرۍ تر کچې زده‌کړې کړې؛ خو نن سبا د داسې یو حالت سره مخامخ شوي چې دوی یې هیڅکله تصور هم نه شو کولای.
یو شمېر کتونکي وايي، طالبانو چې په خپله علمي او اکاډمیکې زده‌کړې نه دي کړي، داسې انګیري چې ګواکې متقاعدینو ته د تقاعد امتیاز ورکول وړیا او خیراتي پیسې دي چې تېرو حکومتي ادارو ورکولې.

دوی وايي، پیسې باید هغه چا ته ورکړل شي چې دمګړۍ په عملي بڼه کار کوي؛ خو دوی له دې نه دي خبر چې د تقاعد پیسې د متقاعدینو خپلې پیسې دي، چې د کار په دوران کې دولت ترېنه ستنې کړې او د تقاعد نه وروسته هر کال هغوی ته باید ورکړل شي.
دغه خلک وايي، په داسې یو هېواد کې چې قانون واکمن نه وي هلته هر څه شوني وي، په دغسې ټولنو کې نه چا ته خپل حق ورکول کېږي او نه هم خلک خپل حق غوښتلی شي؛ ځکه په دغسې حالاتو کې د حق غوښتنه هم یو لوی جرم بلل کېږي.
تر دې وړاندې د طالبانو د مالیې وزارت ویلي و، چې د متقاعدینو له پاره یې شاوخوا څلور مېلیارډه افغانۍ بیلې کړي او ډېر ژر به هغوی ته د تقاعد حقوق ورکړل شي؛ خو د یو کال په تېرېدو سره لا تر اوسه هم متقاعدین نه دي توانیدلي چې خپل تقاعد تر لاسه کړي.
افغانستان انټرنشنل په دې اړه هڅه وکړه، چې د طالبانو د مالیې وزارت غبرګون هم تر لاسه کړي؛ خو د پر له پسې اړیکو سره، سره د دغه راپور تر خپراوي هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

ترکيه د باروړونکې بېړۍ له ډوبېدو وروسته د لادرکه شوې عملې لټون کوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۲۳:۱۷ GMT+۰
ترکيه د باروړونکې بېړۍ له ډوبېدو وروسته د لادرکه شوې عملې لټون کوي
100%

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو خبر ورکړی، چې د ترکیې د ژغورنې ډلې د پنجشنبې په ورځ د ترکیې په شمال لوېدیځ کې د مارمارا په سمندرګي کې د ډوبې شوې بار وړونکې بېړۍ د عملې د شپږو لادرکه شویو غړو په لټه کې دي.

د بورسا والي محمود دیمیرتاس انادولو خبري اژانس ته ویلي، چې د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري او باور کیږي چې ورک شوي عمله د ترکیې اتباع وي.

د ترکیې د ساحلي ګارد قوماندانۍ وايي، چې د بېړۍ د ډوبېدو د خبر په تر لاسه کولو سره سم د ساحلي ګارد دوه کښتۍ سیمې ته استول شوي دي.

په ورته وخت کې د ترکیې د ساحلي خوندیتوب عمومي ریاست هم سیمې خپل کارکوونکي استولي دي.

ویل کیږي چې د سمندر څپې درې متره لوړې دي او د ژغورنې عملیات یې سخت کړي دي.

ان بي سي: امریکا په دې وروستیو کې د ایران پر یوې پوځي کښتۍ سایبر برید کړی دی

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۲۳:۱۳ GMT+۰
ان بي سي: امریکا په دې وروستیو کې د ایران پر یوې پوځي کښتۍ سایبر برید کړی دی
100%

د امریکا این بي سي ټلویزیوني شبکې د درېیو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دغه هېواد په دې وروستیو پر یوې ایرانۍ پوځي کښتۍ سایبري برید کړی.

دغه برید په اردن کې پر امریکايي‌ ځواکونو د ایران د اسلامي جمهوریت د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې ترسره شوی او ویل شوي، چې دغه ایرانۍ بېړۍ په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې د بار وړونکو بېړیو په اړه معلومات راټولول.

د متحده ایالاتو د دغې سایبري برید موخه چې څه باندې یوه اونۍ وړاندې ترسره شوی، د یمن د حوثیانو سره د نړۍوالو سوداګریزو بېړیو د معلوماتو د شریکولو مخنیوی ښودل شوی.

حوثي جنګیالي بیا د دغې ایراني کښتۍ له خوا د راټول شویو معلوماتو پر بنسټ پر بار وړونکو بېړیو بریدونه کوي.‌

د حوثي یاغیانو مشر: له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره به خپلو بریدونو ته دوام ورکوو

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۲۳:۰۵ GMT+۰
د حوثي یاغیانو مشر: له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره به خپلو بریدونو ته دوام ورکوو
100%

په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنې حوثي ډلې مشر د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې دوی به د فلسطین سره د پیوستون په موخه په سور سمندرګي کې پر بېړیو بریدونو ته تر هغه دوام ورکړي، چې اسراییل پر فسلطینیانو کېدونکو "جرایمو" ته دوام ورکړي.

عبدالمالک الحوثي په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: "زموږ عملیات په دښمن باندې لوی تاثیر لري، چې دا یو لوی بریالیتوب او ریښتینې بریا ده."

هغه وايي، چې دا ډله به په یمن کې د حوثیانو په هدفونو د امریکا او برېتانیا د بریدونو سربېره د فلسطین څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

امریکا او برېتانیا په سور سمندرګي کې پر نړۍوالو بېړیو د حوثیانو د بریدونو په غبرګون کې په یمن کې د دغې ډلې پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي وو.

سور سمندرګي کې د حوثیانو بریدونو نړۍواله سوداګري اغېزمنه کړې او شرکتونه یې اړ کړي، چې د سویلي افریقا شاوخوا اوږده او خورا ګران سفرونه ترسره کړي.

دغې موضوع دا ویره هم رامنځته کړې، چې د اسراییل او حماس جګړه به منځني ختیځ هم بې ثباته کړي.

په ورته وخت کې د پنجشنبې په ورځ د حوثې ډلې ویاند په یوې ټلویزیونې وینا کې ویلي، چې حوثي جنګیالیو د عدن په خلیج کې د بریټانیا په "LYCAVITOS" بېړۍ د توغندي برید کړی دی.

محمد اشرف غني: څوک چې د حکومتدارۍ دعوه لري، وچکالي هم باید مدیریت کړي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۴۲ GMT+۰
محمد اشرف غني: څوک چې د حکومتدارۍ دعوه لري، وچکالي هم باید مدیریت کړي
100%

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت وروستي ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د وچکالۍ د وضعیت په اړه په غږیز پوډکاسټ پروګرام کې ویلي، چې هر څوک چې د خدمت او حکومتدارۍ دعوه لري، د وچکالۍ مدیریت یې د مشروعیت اساسي برخه ده.

پخواني ولسمشر غني‌ وايي: “مونږ د یو انتخاب سره مخامخ یو او هغه دا چې که د افغانستان د وچکالۍ او بې وزلۍ څخه وتل، ملي مشروعیت، منطقه يي مشروعیت او بین المللي مشروعیت غواړي؛ نو باید په دې اړه نتیجې ته ورسیږو او که فیصله په دې وي، چې دا د یو اقلیت حق دی او نور خلک د هېڅ خبرې، منطق او ګډون حق نه لري، نو د دې فیصلې د پایلو مسوولیت هم باید بیا ومنل شي.”

د ښاغلي غني په وینا؛ د افغانسان کرنه د پرلپسې وچکالیو جګړو او نا امنیو له امله سخته زیانمنه شوې ده او د هېواد نوی نسل هم له کرنې پردی شوی دی.

نوموړی ټینګار کوي، چې اولس باید د اوبو په مصرف پوه شي؛ ځکه چې اوس اوبه بې ځایه لګوي، ډېرې یې لګوي او په داسې ځای کې یې لګوو چې مناسبه نتیجه ترې نه اخلي.

هغه وايي؛ که د غنمو کرل بزګرو ته قیمته تمامیږي،‌ نو ښه به دا وي چې د قزاقستان سره د غنمو د واردولو اوږدمهاله قرارداد وشي، ځکه بل هېڅ هېواد له قزاقستان سره د غنمو په برخه کې رقابت نه شي کولی او په بدل کې یې افغانستان پر دغه هېواد د هغوی د اړتیا وړ میوه او ترکاری وپلوري.

د پخواني ولسمشر په وینا؛ د وچکالۍ سره د مبارزې په خاطر باید د کلیو له سطحې کار شروع شي او د ټول هېواد په کچه خلک باید لاسونه سره ورکړي،‌ چې د وچکالۍ څخه د وتلو لپاره لارې چارې پېدا کړي.

ښاغلی غني وايي: “د افغانستان هر کروندګر، ځوان او هره مېرمن باید په دې پوه شي، چې د اوبو مدیریت څنګه وکړي، د چاپیریال مدیریت څنګه وکړي، په اسلامي کلتور کې د چاپیریال په اړه بهترین نظریات شته، خو مونږ ور نه پردي شوي‌ یو. دا په دې معنا نه ده چې هر څه چې عصري وي، هغه ګټور وي.”

د پخواني ولسمشر غني په وینا؛ د افغانستان اوبو ته باید ټوله منطقه د یو نعمت په سترګه وګوري او لکه اوس باید بې ځایه پروپاګند ونه شي ځکه چې دا خبرې نه د منطقې د هېوادونو په ګټه دي او نه د افغانستان په ګټه.

هغه زیاتوي:‌ “اوبه خدای مونږ ته راکړي دي؛ خو په شریعت کې د اوبو د تقسیم اصول واضح دي او مونږ پرې عمل کوو. په اوسنیو شرایطو کې باید د اوبو د تقسیم په اړه یوې منطقوي نتیجې ته ورسیږو چې هم زمونږ په خیر وی او هم د نورو.”

ښاغلی غني ټینګار کوي،‌ چې د چاپیریال له بدلون سره مبارزه باید په سیمه ییزه کچه وشي؛ خو ظاهراً دغه کار په اسیا کې شونی نه دی.

هغه زیاتوي: "په پاکستان کې یو میلیون ونې کینول کیږي؛ خو د هغوی قاچاقبران زمونږ د کوڼړ ځنګلونه له منځه وړي. منطقه یوې هماهنګې همکارۍ ته تیاره نه ده، ځکه چې سیاسي او امنیتي رقابتونو د همکارۍ مخه نیولې ده.”

څاروي او د افغانستان اقتصاد

د دغه غږیز پوډکاسټ پروګرام په یوه بله برخه کې پخوانۍ ولسمشر غني وايي، چې په افغانستان کې اوس د څارویو بیې د رالوېدو په حال کې دي او دا یوه د خطره علامه ده. هغه وايي، د څاریو د بیو رالوېدو سربېره، د خلکو له خوا د غوښې د اخیستلو توان خورا را کم شوی دی.

پخوانۍ ولسمشر وايي، چې که څاروي د وچکالۍ په پایله له لاسه ولاړ شي، ستونزه دا ده چې نور څاروي له بهره نه شي راوړل کېدی، ځکه چې هغوی د اقلیم سره ګوزاره نه کوي او کېدی شي چې ډېر ژر د منځه ولاړ شي.