پاکستان سوپر لیګ: کراچۍ کینګز د پېښور زلمي لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ور کړه

د پاکستان غوره لیګ نهم پړاو سیالیو په شپږمه لوبه کې نن کراچۍ کینګز د لاهور په قزافي لوبغالي کې پيښور زلمي لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

د پاکستان غوره لیګ نهم پړاو سیالیو په شپږمه لوبه کې نن کراچۍ کینګز د لاهور په قزافي لوبغالي کې پيښور زلمي لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.
د کراچي کینګز لوبډلمشر شان مسعود د لوبې پچه وګټله او پېښور زلمي لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
په دې لوبه کې پېښور زلمي کراچۍ کینګز ته د ۱۵۵ منډو هدف ورکړ.
په دغو سیالیو کې د پېښور زلمي لوبډلمشر بابر اعظم ۷۲ منډي جوړې کړې.
د کراچي کینګز توپ اچوونکو میر حمزه او حسن علي درې درې ویکټې واخیستې.
په دغه لوبه کې کراچي کینګز لوبډلې د پيښور زلمي لوبډلې د ۱۵۵ منډو هدف د لوبې په ۱۷م اور کې په اسانۍ پوره کړ.
په لوبه کې کیریون پولارډ ۴۹ او جېمز وینس ۳۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
په دغه لیګ کې دا د پېښور زلمي لوبډلې دویمه ماتې وه او کراچي کینګز لوبډلې بیا د ننۍ بریا په ګډون دوه لوبې ګټلې دي.


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر نن د چمن پرلت ته وینا کې وویل، چې د دوی په رایه د پاکستان پارلمان ته کامیاب شوی او ستونزی به یې قومي اسمبلۍ ته رسوي. محمود خان اڅکزي په خپلو خبرو کې زیاته کړه:« د چمن پر لار د تګ راتګ پر مهال پاسپورت د مرګ په بيه هم نه منم.»
د ۲۰۲۳ کال اکتوبر کې د چمن خلکو د پاکستان د حکومت د دې پرېکړې په اعتراض کې پرلت کړی چې د کندهار سپین بولدک ته به د تګ راتګ لپاره ویزه او پاسپورټ نه کاروي.
تر هغه راهیسې د بلوچستان صوبايي او د پاکستان مرکزي حکومت د پرلتوالو غوښتنو ته کوم پام نه دی کړی.
محمود خان اڅکزي چې له لومړیو یې د دې پرلت پلاتړ کړی وايي: « د چمن پرلت ماته د ټول ولس ناکامي ده او له حکومت سره په هيڅ ډول د پاسپورټ خبره نه منو، زه به ستاسو غوښتنې تر قومي اسمبلۍ پوري ورسوم.»
نوموړی زیاتوي، چې نه د ولس په سر معامله کوي اونه یې باور خرابوي.
نوموړي د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړ، چې که د پرلت غوښتنې ونه منل شي او مجبور شي لومړنۍ کس به دی وي، چې له ولس سره به په تاوتريخوالي لاس پورې کړي.
اڅکزي د پاکستان پر پوځ نيوکه وکړه، چې په ټاکنو کې يې درغلي کړې او ډېرۍ چوکۍ يې د پيسو په مقابل کې پلورلې دي.
هغه د چمن پرلتوالو ته په خطاب کې وويل، چې پاکستان پر غلطه لار روان دی او د فاسدينو حکومت را روان دی، چې بايد ورته تیاری ونیسو.
اڅکزی د فبرورۍ پر اتمه د پاکستان په ټاکنو کې د بلوچستان له پښتون مېشتو سیمو چمن او کلا عبدالله څخه د قومي اسمبلۍ د غړۍ په توګه وټاکل شو.

د خیبر پښتونخوا پخوانی سر وزیر او د عوامي نشنل ګوند پخوانی مرستیال مشر امیر حیدر خان هوتي وايي، د پاکستان په تاریخ کې ډېری ټاکنو کې درغلۍ شوې خو د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنو د ټولو درغلیو ریکارډ مات کړ.
ښاغلي امیر حیدر خان هوتي نن پېښور کې یوې غوڼدې ته وویل: « نن یوازې عوامي نشنل ګوند مظاهرې نه کوي بلکې شاوخوا د هېواد ټول سیاسي ګوندونه مظاهرې کوي.
د هغه په خبره، په پښتونخواه، بلوچستان، سند، پنجاب، اسلام اباد او په ټول پاکستان کې مظاهرې روانې دي.»
عوامي نشنل ګوند دې ټاکنو کې د درغلیو خلاف مظاهرې پیل کړې دي او وايي، دوه ورځې وروسته چارسده کې لاریون کوي.
د دغه ګوند مرستیال مشر امیر حیدر خان هوتي دې ټاکنو کې په خپل پلرني ټاټوبي مردان- کې تر ماتې وروسته د ګوند له مرستیال مشرۍ استعفا ور کړه.
د پاکستان ټاکنې د روانې میاشتې پر اتمه نېټه وشوې. د ټاکنو کمېسون د شمېرو له مخې دې ټاکنو کې د عمران خان پلویانو ۹۲، د نواز شریف ګوند ۷۹ او پیپلز ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستان مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونه پر ګډ حکومت جوړولو هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې شهباز شریف لومړی وزیر او اصف علي زرداري به ولسمشر وي. د عمران خان ګوند چې ټاکنو کې یې تر دوی ډېرې څوکۍ ګټلې دا ګوندونه یې د ایجنډا په غلا کولو تورن کړي دی.
د پاکستان ټاکنې د روانې میاشتې پر اتمه نېټه وشوې، خو د تمې خلاف د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ ګوند پکې اکثریت څوکۍ خپلې نه کړې.
د ټاکنو کمېسون د شمېرو له مخې دې ټاکنو کې د عمران خان پلویانو ۹۲، د نواز شریف ګوند ۷۹ او پیپلز ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې دي.
مسلم لیګ نواز ډلې چې تر ټاکنو مخکې یې د اکثریت ګټلو فکر درلود، د پایلو تر اعلان راهیسې له پیپلز سره پر ګډ حکومت خبرې کولې.
د مسلم لیګ د مشر شهباز شریف او د پیپلز ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري د تېرې ورځې خبرو کې دواړه ګوندونه هوکړې ته رسېدلي چې له مخې یې شهباز شریف لومړی وزیر او د پیپلز شریک مشر اصف علي زرداري به ولسمشر وي.
د مسلم لیګ او شهباز شریف په دې ګډ حکومت کې متحده قومي مومنټ یا اېم کیو اېم، مسلم لیګ ق او استحکام پاکستان ګوندونه هم برخه لري.
د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پلویانو دې ټاکنو کې د ۹۲ څوکیو ګټلو سره تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلې او د پښتونخوا صوبايی حکومت غوڅ اکثریت لري.
دغه ګوند په ټاکنو کې د درغلیو ادعا کوي او د ګډ حکومت جوړولو په هکله یې د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونو ایتلاف غندلی دی.
تحریک انصاف ګوند خپل اېکس کې دا ډلې د ایجنډا پر غلا کولو تورنې کړې دي.
دغه ګوند چې غړي یې خپلواک نوماندان و، حکومت جوړولی نه شي او په ټاکنو کې د درغلیو په هکله یې مظاهرې پیل کړې دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه سلګونه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. دغه وزارت وايي، ۱۸۳ تنه افغان کډوال له پاکستانه او ۱۵۹۳ تنه له ایرانه راستانه کړل شوي دي.
د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د سې شنبې ورځ د (کب لومړۍ) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر ۱۸۳ تنه کیږي د کندهار سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارو هېواد ته راستنې کړل شوي.
دغه وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امريت له قوله لیکلي چې له دغې لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۲ تنه کیږي په جبري ډول له پاکستانه راستانه شوي.
همدارنګه د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۱ تنه کیږي له پاکستانه په زور را ایستل شوې دي.
یاد وزارت ویلي له پاکستانه راستانه شوي ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.
کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.
بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم یو زر او ۵۹۳ تنه افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.
دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۳۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.
له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري او په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند وویل، چې د دغه ګوند غړي به په ملي اسمبلۍ کې د اتحاد سني شورا سره یو ځای شي څو اکثریت ترلاسه کړي او حکومت جوړ کړي. دغه راز؛ د شیعه وحدت مسلمین ګوند هم له دغه ایتلاف سره یوځای شوی دی.
د تحریک انصاف سرپرست مشر ګوهر علي خان د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په ۳۰ مه) وویل، چې د ګوند هغه کاندیدان چې د فېبرورۍ د اتمې نېټې په انتخاباتو کې د ازادو کاندیدانو په توګه بریالي شوي؛ په قومي اسمبلۍ، پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ کې به د سني مذهبي شورا سره یوځای شي.
ګوهر علي خان د سني اتحاد د شورا له مشر صاحبزاده حامد رضا او د اخوان المسلمین د شورا له سکرتر جنرال راجا ناصر عباس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمنو خپلواکو نوماندانو خپل غوښتنلیکونه ولسي جرګې ته سپارلي دي ترڅو د سني اتحاد شورا سره یوځای شي.
د پاکستان د انتخاباتو د قانون له مخې؛ د پارلمان له ۳۴۲ غړو څخه یوازې ۲۷۲ غړي د خلکو په مستقیمو رایو ټاکل کېږي.
دغه راز؛ په ملي شورا کې د ښځو لپاره ۶۰ ځانګړې څوکۍ او د غیرمسلمانانو لپاره ۱۰ ځانګړې څوکۍ به د هغو ګوندونو تر منځ وویشل شي، چې د ټولو رایو د تناسب له مخې په ټاکنو کې یې له پنځه سلنې زیاتې رایې ګټلې وي.
تحریک انصاف ګوند، چې د یوه سیاسي ګوند په توګه په ټاکنو کې برخه نه وه اخیستې او اوس هڅه کوي، چې په ملي اسمبلۍ کې د خپلو غړو لپاره سیاسي چتر پېدا کړي او د ښځو او مذهبي اقلیتونو لپاره ځانګړې څوکۍ واخلي.
د دغه ګوند مشر په خپل خبري کنفرانس کې ادعا وکړه، چې په ملي اسمبلۍ کې يې ۱۸۰ څوکۍ ګټلي او په پنجاب او خيبر پښتونخوا ايالتونو کې يې هم اکثريت ګټلی دی.
د لومړي وزارت څوکۍ ته د تحریک انصاف کاندید عمر ایوب هم وویل، چې د حکومت له جوړېدو وروسته به د عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي خوشې کېدل د هغه د حکومت لومړیتوب وي.
د سني اتحاد د ښي اړخه ګوند سربېره، چې د پاکستان اکثره سني عالمان په کې شتون لري؛ د مجلس وحدت المسلمین ګوند چې د پاکستان له شیعه علماو څخه جوړ دی د ښي اړخه ګوند دی، چې له عمران خان سره یې هم اتحاد وکړ.
له بلې خوا؛ د پاکستان پيپلز ګوند او نواز مسلم ليګ ګوند چې تېره اونۍ د حکومت جوړولو لپاره ایتلاف جوړ کړ، چې تر اوسه د ایتلافي حکومت د جزیياتو په اړه موافقې ته نه دي رسېدلي.
د لومړي وزارت څوکۍ ته د شهباز شریف د کاندیداتورۍ په ملاتړ سره پیپلز ګوند په حکومت کې د ګډون لپاره لېواله نه دی او یوازې اصف علي زرداري ته د ولسمشر د څوکۍ غوښتنه کوي؛ خو د مسلم لیګ نواز څانګه په حکومت کې هم د پیپلز ګوند د ګډون غوښتونکي دي.