• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر: ایرانیان د افغانانو په څېر په افغانستان کې پانګونه کولی شي

۲ کب ۱۴۰۲ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر وايي، ایرانیانو ته په افغانستان کې سهولتونه ډېر شوي او اوس دوی د افغانانو په څېر په افغانستان کې پانګونه کولی او هر ډول چانسونه کارولی شي. نور الدین عزیزي دا خبرې نن په کابل کې د ایران له سوداګریز پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي دا هم ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو سره د ایران او طالانو ترمنځ د سوداګري دز یاتوالي شرایط برابر شوي دي.

د هغه په خبره، له ایران سره د ګډې سوداګۍ د ودې لپاره د طالبانو یوه لویه او واکواله یا با صلاحیته ډله کار کوي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو د همغګر ابوالفضل چندي په مشرۍ په دغه پلاوي کې د خصوصي او دولتي سکتور غړي ګډون لری.

طالبان د ښاغلي چمندي په حواله وايي، دوی د دې معلوماتو د ترلاسولو لپاره افغانستان ته راغلي چې ایران ته د ملا برادر په سفر کې د شویو هوکړو له مخې څومره پرمختګ شوی دی.

دغه پلاوي ویلي چې د همغو هوکړو له مخې ګام په ګام حرکت کول غواړي.

ملا برادر څو میاشتې مخکې ایران ته په تلو سره د سوداګرۍ په برخه کې ۲۵ تړونونه لاسلیک کړل.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۳

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۴

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۵

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د سعودي عربستان په ملاتړ لاریونونه وشول