• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح الله مجاهد: امریکا په افغانستان کې د خپلو مداخلو خوند څکلی، له تېرو دې زدکړه وکړي

۲ کب ۱۴۰۲ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د حکومت ویاند وایي، امریکا په افغانستان کې د خپلو مداخلو خوند څکلی او په تېرو شلو کلونو کې یې پایلې ترلاسه کړې دي. ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وروستیو څرګندونو ته په اشاره زیاتوي، دغه هېواد باید له تېر زدکړه وکړي او بیا پر ناسمه لار ولاړ نشي.

د نوموړي تر څرګندونو مخکې متیو مېلر افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبان به د افغانستان په راتلونکي کې یوازیني لوبغاړي نه وي.

خو ښاغلي مجاهد د متیو میلر د خبرو په ځواب کې وايي، که څوک یې خوښوي او که نه، دا ډله د افغانستان او خلکو استازیتوب کوي.

ذبیح الله مجاهد نن د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو سره په مرکه کې زیاته کړه: «که څوک دا موضوع خوښوي او که نه، دا یو حقیقت دی او باید ومنل شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د دوحې ناسته کې د طالبانو نه ګډون د حيرانتيا خبره نه ده، ځکه دغه ډله بېلابېل اهداف تعقیبوي.

متیو میلر وویل: «موږ داسې افغانستان غواړو، چې ټول شموله بنسټونه پکې وي او د افغانانو بېلابېلې ډلې پکې استازیتوب وکړي.»

طالبان د دوحې په غونډه کې ګډون نه درلود.

دا غونډه د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د ۲۵ هېوادونو او درېیو نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې جوړه شوه.

ډېر لیدل شوي

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي
۱

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۲
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې

۳
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۴

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې هېوادونو څه وویل؟

۵

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي