د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه نږدې دوه زره افغان کډوال تازه راستانه شول

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه نږدې دوه زره افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. ويل کیږي، په دغو کډوالو کې ۱۶۶۶ تنه له ایرانه او ۲۴۳ تنه کډوال له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.