عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا مختلفو سیمو کې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ولمانځله

AP ۱۴۰۲ کب ۲

عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا په مختلفو سیمو کې نن د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې او سیمینارونه جوړ کړل.

د ګوند مشرانو او د پښتو ژبې لیکوالو او شاعرانو د ځايي خلکو په ګډون په خیبر، باړه، لکي مروت او د صوبې په نورو سیمو کې ورته غونډې وکړې

عوامي نشنل ګوند وړمه ورځ ویلي و چې د پښتونخوا هره ضلعه کې د دې ورځې په مناسبت د سيمينارونو، مشاعرو، واک، ټنګ ټکور او نورو دستورو تابيا کوي.

د ملګرو ملتونو کلتوري ادارې یونسکو د ۱۹۹۹ کال د پرورۍ ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ وبلله، چې له مخې یې د ټولنو له ژبنۍ او کلتوري بډاینې سره مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ