نوې ارزونه: د هرات زلزله ځپلو سیمو د بیارغونې لپاره ۴۰۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام، نړۍوال بانک، اروپايي ټولنې او د اسیا پراختیايي بانک د هرات د زلزله ځپلو د اړتیاو په اړه خپلې ګډې موندنې خپرې کړې. د دغو موسسو د ارزونې پر بنسټ؛ په هرات کې د زلزله ځپلو سیمو د بیارغونې لپاره ۴۰۲،۹میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د دغو سازمانونو ګډه ارزونه ښيي، چې د فزيکي زیانونو بيارغونې لپاره ۲۱۷ميليونه او نورو زیانونه لپاره شاوخوا ۷۹ميليونه ډالرو ته اړتيا ده.
د دغو بنسټونو د ګډ راپور له مخې؛ د دغې بودجې ۴۱سلنه د کور جوړولو په برخه کې او همدا راز د پوهنې او کرنې په برخو کې هم جدي اړتیا شته.
راپور زیاتوي چې د هرات له زلزلې وروسته ۱۸۰زره زده کوونکي او تر ۴۰۰۰ډېر ښوونکي له ستونزو سره مخ دي.
دا ارزونه د ۲۰۲۳کال په اکټوبر کې پیل شوه او په تخنیکي لحاظ د هرات په ۹سیمو کې په ۲،۲ میلیونه کسانو ترسره شوې ده.
په راپور کې راغلي، چې د هرات زلزلې ۲۷۵زره کسان اغېزمن کړي چې په هغو کې امیندواره ښځې، ماشومان، معیوبان، بوډاګان، ماشومان او په مزمنو ناروغیو اخته کسان شامل دي.
د دغو موسسو په ګډه ارزونه کې دا هم ویل شوي، چې په هرات کې پرله پسې زلزلې د ښځو کارونه اغېزمن کړي او شاوخوا ۷۰سلنه یې زیانمنې شوي دي.
د دې ارزونې په اساس؛ د هرات د زلزلې د قربانیانو ۵۸سلنه ښځې دي، چې په کلیوالو سیمو کې یې په خټین کورونو کې ژوند کوو.
د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام، نړۍوال بانک، اروپايي ټولنې او د اسيا پراختيايي بانک ژمنه وکړه، چې په دې سیمو کې به له ډېرو زيانمنو خلکو په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو سره مرسته وکړي.
د دغو سازمانونو د ګډو موندنو له مخې، د اکتوبر میاشتې د هرات پرله پسې زلزلو کې ۱۵۰۰کسان مړه او ۲۶۰۰نور ټپیان شول.
طالبانو تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د هرات په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر تر دوه زره اوښتی او تر ۹زرو ډېر ټپیان دی.