• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د مزارشريف ازبکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د بیارغونې چارې پيل شوې

۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۱۴ GMT+۰تازه شوی: ۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۱۸ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، چې د مزارشريف ازبکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ لارې د بیارغونې چارې د ۶مېلیونه او ۳۰۰ زرو امريکايي ډالرو په ارزښت پيل شوې. دغې ادارې په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې په دغو مراسمو کې د ازبکي پلاوي په ګډون ځینو طالب چارواکو هم ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د بلخ ولايت لپاره د طالبانو مرستیال والي نورالهادي ابوادريس ویلي، بلخ ولایت ازبکستان ته تر ټولو نږدې ولایت او ښه ګاونډي په حیث خپله دنده په ښه ډول ادا کړې، چې د تاريخ په اوږدو کې دا دواړه هېوادونه ښې اړيکې لري او د دوی په راتګ سره دغه اړيکې لاپياوړې شوې دي.
ورته مهال د دغې ادارې مالي او اداري مرستیال سید محمد نعيم محمدي وويل، د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي چې دې ته ورته نورې پروژې هم ‎پلې کړي.
دغې ناستې ته د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر شفیق الله محمود ویلي، چې دغه تړون له يوه ازبکستاني شرکت سره د ۶ مېليونو او ۳۰۰ زرو امريکايي ډالرو په لګښت لاسلیک شوی چې د ۳ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
هغه د دغه پروژې اوږدوالی ۷۵ کيلومتره ياد کړ چې د مزارشريف ښار له هوایي ډګر څخه تر ازبکستانه بيارغول کېږي، چې د دغې پټلۍ په بیا رغولو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزو چارو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

ډېر لیدل شوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ
۱

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۲

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۳
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۴

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۵

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟