• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: پر ټولنیزو رسنیو د حکومت په تړاو تبلیغاتو ته اجازه نه ورکوو

۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۰

وروسته له هغې چې په پاکستان کې د اېکس پر فعالیت بندیز ولګېد او یو شمېر بنسټونو دا عمل وغانده، د پاکستان د اطلاعاتو لنډ مهالي وزیر مرتضی سولنګي په یوې خبري غونډې کې ویلي، چې پاکستان به په ټولنیزو رسنیو کې د بې اساسه، دروغو او جعلي پروپاګند اجازه ورنه کړي.

هغه وویل، چې په پاکستان کې فېسبوک، ټویټر او انسټاګرام د پروپاګند او د حکومتي چارواکو د شخصیت وژنې لپاره کارول شوي.

نوموړي د کومې ډلې یا حزب نوم نه دی اخیستی؛ خو ویلي یې دي، چې ځینې کړۍ د پاکستان د حکومت په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې د بیان له ازادۍ څخه په استفادې نادرست تبلیغات کوي.

مرتضی سولنګي وويل، چې دوی به اجازه ورنه کړي، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو، عدالي ارګان او ورونو هېوادونو پر وړاندې په ټولنیزو شبکو کې بې ځایه او له بې ادبۍ ډک تبلیغات وشي.

وروسته له هغې چې په پاکستان کې د فېبرورۍ ټاکنې ترسره شوې، په ټولنیزو شبکو کې د حکومت او ټاکنو کمېسیون پر وړاندې د شویو درغلیو پر ضد پراخ اعتراضات پیل شول.

د پاکستان حکومت له تېرو شپږ ورځو راهیسې په پاکستان کې پر اېکس شبکې بندیز لګولی او خلک نه شي کولی، چې په اسانۍ سره اېکس وکاروي.

دغې چارې د بیان ازادۍ او انساني حقوقو د یو شمېر مدافع بنسټونو غبرګونونه راپارولي او دا یې د انساني حقونو سره په ټکر کې عمل ګڼلی دی.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۳

د امریکا فدرالي محکمې د کمال نبي‌زاده د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه رد کړه

۴

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۵

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی