یوناما په ۱۱ ولایتونو کې په روغتیايي موسسو کې د نجونو د زده کړو په اړه خپل پیغام لرې کړ

AP ۱۴۰۲ کب ۳

یوناما د پنجشنبې په ورځ په یوولسو ولایتونو کې په طبي موسسو کې د ښځینه زده کوونکو د نوملیکنې په اړه د طالبانو د پرېکړې هرکلی وکړ؛ خو دغه سازمان پر اېکس خواله رسنۍ د دغه پیغام له خپرولو وروسته هغه بیرته لرې کړ.

یوناما د دغه پیغام د لرې کولو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یو لیک کې د دې ډلې د ۱۱ ولایتونو د عامې روغتیا له ریاستونو نه غوښتي وو، چې روغتیايي بنسټونو ته د دولسم ټولګي د فارغو نجونو د نوملیکنې پروسه پیل کړي.

طالبانو ویلي دي، چې په کاپيسا، پروان، پنجشیر، میدان وردک، غزني، پکتیکا، لوګر، خوست، بدخشان، بامیان او پکتیا ولایتونو کې د دولسم ټولګي فارغې نجونو دغو موسسو ته نوم لیکنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ