• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کار وزارت: له ایرانه ۳۵ اېستل شوي ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای شول

۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې له ایرانه ۳۵ تنه اېستل شوي ماشومان یې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي. دغه وزارت وايي، له ایرانه را اړول شوي ماشومان د افغانستان د پنځو ولایتونو اړوند دي.

دغه وزارت نن پنج شنبه د (کب درېیمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه ماشومان یې د هرات د وارچایلډ موسسې او په نیمروز سرحدي ولایت کې د کډوالۍ نړېوالې ادارې په مرسته د بامیان، بغلان، بادغیس، کندز او فاریاب ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو ته تر سپارلو وروسته له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دغه کسان یې د کډوالۍ نړېوالې ادارې او وارچایلډ موسسې په مرسته او همغږي د ایران له پولې نیولې د دوی تر کورنیو یې رسولي دي.
له ګاونډیو هیوادونو څخه اېستل شوي ماشومان خپلو ولایتونو ته د سفر او له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو د لګښت پیسې هم نه‌ لري، خو د هرات ولایت وارچایلډ موسسه او په سرحدي سیمو کې د کډوالۍ نړېواله اداره ډیری مهال له دغو ماشومانو سره مرستې کوي.
په افغانستان کې د خلکو ناوړه اقتصادي حالت او د وزګارتیا د کچې لوړېدل د دې لامل شوي چې هېوادوال له ناقانونه لارو کډوالۍ ته مخه کړي.

ډېر لیدل شوي

په کونړ کې د خبریالانو فکري او عقیدوي روزنه؛ د ژورنالېزم معیارونه که ایډیالوژیکې موخې؟
۱

په کونړ کې د خبریالانو فکري او عقیدوي روزنه؛ د ژورنالېزم معیارونه که ایډیالوژیکې موخې؟

۲

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي

۳

شاه محمود میاخېل: د «طالبانو دوام او پر ضد یې جګړه» دواړه افغانستان بې‌ثباتۍ ته بیايي

۴
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د افغان نجونو د زده‌کړو بندیز ۱٬۸۵۰ ورځې؛ د طالبانو د ژمنو او عمل ترمنځ واټن

۵

کابل کې د ۷ ځواکمنو طالب والیانو غونډه؛ د هبت الله د فرمانونو په عملي کېدو ټینګار شوی