پخواني ولسمشر اشرف غني د عمرې په سفر کې د سعودي له مېلمه پالنې مننه وکړه

AP ۱۴۰۲ کب ۳

پخوانی ولسمشر اشرف غني د سعودي عربستان له چارواکو مننه کوي، چې د عمرې پر مهال یې د ده مېلمه پالنه وکړه.

ښاغلی غني وايي، چې په مکه معظمه او مدینه منوره کې یې دوه شپې ورځې تېرې کړې او له ډېرو خلکو سره د ناڅاپي لیدو خوشالي به یې هېره نه شي.

نوموړی نن خپل اېکس کې زیاتوي، چې په عمره کې یې خپل ولس سترګو ته ولاړ و او په افغانستان کې یې د وچکالۍ د ختمېدو دعا کړې: «هیله من یم چې د یوه هوسا، خپلواک، ولس محور، با ثبات او د خپلو ټولو ښځینه او نارینه وګړو د حقونو متضمن افغانستان له پاره په دغو مراسمو کې د ټولو ګډونوالو افغانانو مناجات پر الهي درشل قبول شي.»

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ کابل ته د طالبانو د ننوتلو درشل کې پخوانی ولسمشر له خپلو ځینې ملګرو سره تاجکستان او بیا له هغه ځای متحده عربي اماراتو ته لاړ.

دا له نږدې دوه نیمو کلونو وروسته لومړی ځل و، چې ښاغلی غني له اماراتو لومړني سفر کې عمرې ته ځي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ