• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: لیکوال، شاعر او خبریال عزت الله ځواب د طالبانو بند کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دی

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۴ GMT+۰

د مینې مجلې د مسوول مدیر، لیکوال او شاعر عزت الله ځواب نژدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې ښاغلی ځواب د طالبانو په بند کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دی. عزت الله ځواب ۳۲ ورځې وړاندې له کابله ننګرهار ته پر لاره و، چې طالبانو ونیو.

تر نیول کېدو څو ورځې مخکې عزت الله ځواب خپل فیسبوک کې یو شعر خپور کړی و، چې ښايي طالبانو پر دې ډله د نوموړي نیوکه بللې وي.

د عزت الله ځواب نژدې خپلوانو نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې نوموړی د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو په بند خونه کې زنداني دی.

دوی وايي په لومړیو ورځو کې طالبانو یې کورنۍ ته ویلي و، چې موضوع رسنیزه نه شي، نو ستوتزه به ژر حل شي.

که څه هم کورنۍ د دوی په خوله چوپ پاتې شول، خو د یوې میاشتې په تیرېدو سره تر اوسه لیکول او شاعر عزت الله ځواب د طالبانو په بند کې دی.

د عزت الله ځواب خپلوان وايي یوه میاشت تیریږي، خو تر اوسه د هغه دوسیې درک نه لکیږي او نه هم تر دې دمه کومه محاکمه شوی دی.

د دوی په خبره «د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو معین عبدالحق اخوند د غزت الله ځواب د خوشي کولو امر وکړ، خو هلنه قاضي سترګې بدلې کړې، ویل یې دا د معین صلاحیت نه دی.»

دوی زیاتوي قاضي له سترې محکمې نه د حق اولیت مکتوب غواړي چې دوسیه یې مخکې کړي او ستره محکمه وايي چې د نشه یي توکو مجرمینو ته د حق اولیت مکتوب نشته.

عزت‌الله ځواب د ننګرهار ولايت اوسیدونکی دی، خو د جمهوریت له پرځېدو وروسته کابل ته کډه شوی دی او د مینې مجلې پر چاپ سربېره مازیګر کتابپلورنځی هم لري.

مینه مجله چې تر ډېره ادبي او هنري مطالب پکې خپرېږي په ځوانانو کې ډېر محبوبیت لري.

دا مجله پر ۱۳۸۱ کال پیل شوې او د جمهوریت پر مهال د اقتصادي ستونزو له امله د څه وخت لپاره تړل شوې او بیا پیل شوه.

[@portabletext/react] Unknown block type "facebook", specify a component for it in the `components.types` prop

عزت الله ځواب پر مینه مجله سربېره شاعري هم کوي چې تر ډېره پکې د چارواکو او ټولنې منفي اړخونو ته ګوتې نیسي.

نوموړي د تېر جمهوريت پر مهال په لیکنو او د شعر په ژبه پر حکومت سختې نیوکې کولې او له امله یې بندي شوی هم و

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو عزت الله ځواب یې له هغه څو ورځې وروسته ونیو چې فیسبوک کې یې یو انتقادي شعر خپور کړ.

په دغه شعر کې ښاغلی ځواب وايي، چې د جهاد په پلمه د نورو خلکو حق خوړل کېږي او که خلک بې کاره شي، نو له مجبورۍ به غلا کوي.

د ښاغلي ځواب شعر

نوره د جهاد د برکت خبره پرېږده!

ته زموږ ونډه وهې ولې يې وهې؟

لنګ د تور لينګي د احمد شاه بابا پګړۍ شوله

بيا په بډه ګنډه وهې ولې يې وهې؟

وږي خلک کار نه لري غلا ونکړي څه وکړي؟

لوڅه که بربنډه وهې ولې يې وهې؟

يو نه دې پلار واخيسته د بلې دې مېړه مړ که

اوس يتيم او کونډه وهې ولې يې وهې؟

هر يوه چارواکي ته لکۍ وهې ماسټر استاذ

هر چا سره څنډه وهې ولې يې وهې؟

ولې د ځواب کوچاني سپي ته وايې مه غاپه

غونډه رمه پنډه وهې ولې يې وهې؟

ډېر لیدل شوي

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک
۱
ځانګړی

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک

۲

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندښت له امله زرګونه کسان بې‌کاره شوي

۳

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۶ کال کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي

۴

ډيپلوماټ مجله: د طالبانو فکري تګلاره کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی

۵

۷ میاشتې وروسته ندیم ته د قیصاري خبرداری؛ د ازبک محصل د وهلو غچ به درڅخه واخلو