• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

توماس وېسټ: ټول غواړي، چې ښځې او نجونې ښوونځيو، پوهنتونونو، کار او عامه ژوند ته راستنې شي

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۰۸ GMT+۰تازه شوی: ۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۲۱ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په اېکس پاڼه واشنګټن ته د هغه د ستنېدو خبر ورکړی او ترڅنګ یې د ملګرو ملتونو سرمنشي څخه د ناستې د رابللو لپاره او د قطر دولت له کوربه‌توبه هم مننه کړې ده. هغه لیکلي، په افغانستان کې د ټولیزو ګټو په اړه پیاوړې اجماع شته.

د هغه په وینا، هیڅ هېواد نه غواړي چې له افغانستانه ورته د ترهګرۍ ګواښ پېښ شي.
هغه وایي، ټول هېوادونه غواړي چې ښځې او نجونې ښوونځيو، پوهنتونونو، کار او عامه ژوند ته راستنې شي.
هغه زیاته کړې:« د اقتصاد په اړه، د افغانانو روښانه ژمنې واورېدل شوې او په تېر کال کې له ۲۶ مېلیونو څخه زیاتو افغانانو ته د بشري مرستو رسولو په برخه کې د نړۍوالو هڅو بیاکتنه وشوه.»
ښاغلي وېسټ لیکلي، د پایښت په اړه هم اندېښنه د یوې داسې تګلارې رامنځته کولو ته اړتیا لري چې افغانانو ته د دوی د اقتصادي راتلونکې مالکیت ورکړل شي.هغه وایي، ډېری هېوادونو د طالبانو له‌خوا پر کوکنارو د بندیز پلې کول ومنل چې د یو اېن او ډي سي» د ارزونې له مخې د کوکنارو د کرکېلې کچه ۹۵ سلنه کمه شوې.
د هغه په وینا:« موږ د هغو کروندګرو لپاره د نړۍوال ملاتړ بیاکتنه وکړه، چې د بدیلو فصلونو او د روږدو کسانو د رغولو په لټه کې دي؛ خو لا هم ډېرې همغږۍ ته اړتیا شته.»
هغه وایي، چې په افغانستان او بهر کې د افغان مدني ټولنې د ګډون کوونکو سره یې د اقتصادي او بنسټیزو اړتیاوو، بشري حقونو ته د درناوي پر اهمیت او د طالبانو په ګډون د افغانانو سره د تعامل د اړتیا پر دوام هم خبرې وشوې.
هغه د خپلې لینکې په وروستۍ برخه کې لیکلي، چې په راتلونکو ګامونو کې، متحده ایالات د دې بڼې د دوام هرکلی کوي او همدارنګه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د پروسې د دوام غوښتنه کوي؛ ترڅو په نړۍوال سیسټم کې د افغانستان بشپړ ادغام لپاره د لارې نقشه جوړه کړي.

ډېر لیدل شوي

د محدودیتونو تر سیوري لاندې؛ په سوېلي ولایتونو کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي
۱
ځانګړی

د محدودیتونو تر سیوري لاندې؛ په سوېلي ولایتونو کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي

۲

د حقاني شبکې د ځانمرګو د مرکز لومړنی ژوندی پاتې غړی د «جنرالۍ» رتبه غواړي

۳

د خوست په دولتي ادارو کې د امریکا پر سفارت د برید کوونکي د «وصیت» تابلوګانې وځړول شوې

۴
تازه خبر

پاکستان کې د طالبانو سفارت اېکس پاڼه له لاس‌رسي ووته

۵

شهاب‌الدین دلاور: د دوحې تر تړون وروسته امریکا تر ۳زره زیاتې سرغړونې کړې دي