طالبانو د جګدلک د یاقوتو د کان د استخراج لپاره د ۲۷ میلیونه ډالرو د پانګونې خبر ورکړی

AP ۱۴۰۲ کب ۴

د طالبانو د کانونو وزارت د کابل په ختیځ کې د جګدلک د یاقوتو د کان د استخراج لپاره له "اریانا هایلنډ" شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی.

دغه وزارت ویلي، چې دغه شرکت به په دې برخه کې ۲۷ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالره پانګونه وکړي.

د طالبانو د کانونو وزارت د جمعې په ورځ (د کب ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،‌ چې د جګدلک د یاقوتو د کان د استخراج چارې د دوو شرکتونو ترمنځ په یوه داوطلبۍ کې د اریانا هایلنډ شرکت ترلاسه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغه کان د استخراج په برخه کې د طالبانو د ۴۴ سلنې ونډې په منلو سره د آریانا هایلنډ شرکت دغه قرارداد ګټلی دی.

طالبانو ویلي، چې د جګدلک د یاقوتو کان ۶.۹۰ کیلومتره مربع مساحت لري او د اریانا هایلنډ شرکت د دغه کان د استخراج پر مهال پنځه میلیونه ډالر په ټولنیزو خدمتونو لګوي.

دا کان د کابل په سروبي ولسوالۍ کې موقعیت لري.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ