د حماس د سیاسي دفتر مشر د اوربند او د یرغملو د خلاصون په اړه له مصر سره غږېدلی

AP ۱۴۰۲ کب ۴

حماس وايي چې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په غزه کې د احتمالي اوربند او د اسراییلي یرغملو د خوشي کولو په اړه له مصري چارواکو سره خبرې پای ته رسولې دي.

دغې وسله والې ډلې ویلي، چې ښاغلی هنیه له خبرو وروسته له مصره وتلی دی.

د حماس له خوا د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا نه ده څرګنده، چې ایا د مصر د استخباراتو د ادارې له مشر عباس کامل سره د هنیه خبرې اترې د جګړې د پای ته رسولو او د یرغمل کسانو د خوشې کولو او غزې ته د مرستو د رسولو په اړه شوې او که نه.

په قاهره کې دا خبرې په پاریس کې د لوړې کچې له غونډې مخکې شوې دي.

د پنجشنبې په ورځ، د اسراییل چینل ۱۲ راپور ورکړ، چې حکومت یې په پاریس کې د غزې د یرغمل شویو د خوشي کولو لپاره یوې موافقې ته د رسیدو لپاره په پاریس کې د نویو خبرو اترو لپاره چمتو دی.

په غزه کې د اوربند د ټینګولو لپاره په پاریس کې د خبرو مخکینی پړاو د حماس له غوښتنې وروسته کومې نتیجې ته ونه رسید.

په غزه کې روانه جګړه، چې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسراییل له ناڅاپي برید وروسته پیل شوې، پنځمې میاشتې ته رسېدلې ده.

تمه ده، چې په پاریس کې نړیوال منځګړي د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره یوه نوې طرحه وړاندې کړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ